د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو په پکتیا کې ۱۹ ماین پاکان وتښتول


چارواکي وايي تښتول شوي ماین پاکان ټول افغانان دي.
چارواکي وايي تښتول شوي ماین پاکان ټول افغانان دي.

په پکتیا کې چارواکي وايي نامعلومو وسله والو کسانو ۱۹ ماین پاکوونکي تښتولي دي.

پېښه د یکشنبې په غرمه د دغه ولایت زرمت ته نژدې یوې سیمې کې شوې ده.

د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي امریکا غږ ته وویل " نامعلومو وسله والو د افغانستان د سټارلینګ د ماین پاکۍ په نامه د یوې کمپنۍ ۱۹ کارکوونکي تښتولي دي، د هغوی څلور ګاډي یې هم وړي دي. "

ښاغلي سهي د دغې کمپنۍ په اړه ډېر معلومات ورنکړل خو ویل کیږي چې دا یوه امریکايي کمپنۍ ده، تراوسه چا د دغې پېښې مسولیت منلی دی.

تښتول شوي کسان، ټول افغانان ښودل شوي دي.

په همدې حال کې د پکتیا د امنیې قومندان جنرال زلمي اوریاخیل د فرانسې خبري اژانس ته دا پېښه تاید کړې ده او ویلي دي چې دغو ماین پاکانو له یوې اوونۍ راپدېخوا له کومې ستونزې پرته دغلته په کار بوخت وو.

ښاغلي اوریاخیل ویلي دغو ماین پاکانو نه غوښتل چې افغان ځواکونه یې امنیت وساتي، بلکې هغوی ویل چې کلیوال یې امنیت ساتي.

نونلس ماین پاکوونکي داسې مهال تښتول کیږي چې څه موده وړاندې نا معلومو وسله والو د ماشومانو د ساتنې د یوې نړیوالې ادارې یو شمېر کارکوونکي هم وتښتول چې له شاوخوا یوه میاشت ځنډ وروسته یې بیا ووژل .

د هغوی مړي تېره اونۍ د ارزګان مرکز ترېنګوټ ته نژدې وموندل شول.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG