د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد مظاهره وشوه


په کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد مظاهره وشوه
په کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد مظاهره وشوه

په کابل کې تقرېبا څو سوه کسان سړکونو ته راووتل او په افغانستان باندې ېې د امرېکا په مشرۍ د پوځي یرغل د لسمې کلېزې د رارسېدو نه مخکې، افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

دغه خلک چې په سوله اېزه توگه ېې مظاهره وکړه، شعارونه ېې په لاسونو کې نېولي ؤ او په افغانستان باندې ېې دامرېکا په مشرۍ د نظامي ېرغل غندنه کوله .

مظاهره کوونکو په هېواد کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې مسوولېت د امرېکا او د امرېکا د انډېوالانو په غاړه وروغورځوه.

د امرېکا په مشرۍ نړېوال اېتلاف په ٢٠٠١ مېلادي کال کې داکټوبر په اومه نېټه په افغانستان باندې ېرغل وکړ چې په نتېجه کې ېې د طالبانو حکومت د قدرت نه ولوېده .

په افغانستان کې اوس مهال ١٣٠٠٠٠ خارجي عسکر پراته دي چې اکثرېت ېې امرېکاېې ځواکونه تشکېلوي.هغوي غواړي چې په تدرېجي ډول د افغانستان په ځېنو ولاېتونو کې د امنېت د ساتلو مسوولېت دافغانستان امنېتي ځواکونو او پولېسو ته ور وسپاري او ټاکل شوې چې ټول بهرني عسکر به د٢٠١۴ مېلادي کال تر پاې پورې د افغانستان څخه ووځي.

له بلې خوا نن دهلمند په ولاېت کې وسله والو سړو په ېوه سروېس موټر ډزې وکړې، ېو سړې او ېو ماشوم ېې ووژل او شپاړس کسان ېې زخمېان کړل.

XS
SM
MD
LG