د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار په ینګي کلا او خواجه غار ولسوالیو کې به پراختیايي پروژې پیل شي.


د سولې عالي شورا د تخار په ینګي کلا او خواجه غار ولسوالیو کې د یو نیم میلون ډالرو په لګښت پراختیايي پروژې پیل کړي.

په دغو پروژو کې د ځنګلونو او باغونو جوړولو، د اوبو د سیستم تنظیمول او د حرفوي کورسونو جوړول شامل دي.

د تخار په دوه ولسوالیو کې د سولې عالي شورا پراختیايي پروژې پیل کړي دي، چې په کې د ځنګلونو بیارغونه، د نمونوي باغونو جوړول، زراعتي ځمکو ته د اوبو رسونې پروژې او د حرفوي کورسونو جوړول شامل دي.

په تخار کې دسولې د عالي شورا مسوول قادر افغان وايي، چې دغه پروژې په خواجه غار او ینګي کلا ولسوالیو کې پلي کیږي، هغه وايي، چې دغه سیمې د پروژو د تطبیق لپاره ځکه ټاکل شوي، چې ډیری مخالف وسله وال یې د سولې د پروسې سره یو ځای شوي دي.

(( په ینګي کلا او خواجه غار کې د زراعت په برخه کې ۵۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پروژې لرو، چې په ترڅ کې یې په هره ولسوالۍ کې ځنګلونه رغول کیږي او جوړي همدارنګه په هره ولسوالۍ کې باید ۱۰۰ باغونه جوړ شي او د اوبو رسونې په برخه کې هم کار کوو.))

نوموړي په دغو ولسوالیو کې د حرفوي زده کړو د کورسونو یادونه هم وکړه، چې ۲۰۰ کسانو ته به په کې د موټرونو او موټر سایکلونو د ترمیم، نجارۍ او قالین اوبدنې په برخو کې زده کړې ورکړل شي.

(( په هره ولسوالۍ کې باید ۱۰۰ کسانو ته د موټرونو او موټر سایکلونو د ترمیم، نجارۍ او قالین بافۍ په برخه کې زده کړې ورکړو، چې ددې مالي لګښت په مجموعي ډول ۲۴۶ زره امریکايي ډالره کیږي.))

قادر افغان وايي، چې په دغو پروژو کې د سولې د پروسې سره یو ځای شوو مخالفانو ته د لومړیتوب حق ورکول کیږي؛ خو زیاتوي، چې عام خلک ترې هم برخمن کیږي.

د تخار د سولې د عالي شورا مشر د دغه پروژو د تطبیقیدو موخه په سیمه کې د سولې دایمي ټینګښت ګڼي.

د سیمې اوسیدونکي هم د دغه پروژو تطبیق ته خوشاله دي او وايي، چې په دې سره به ډیرو بې روزګاره کسانو ته کار روزګار پیدا شي.

د سیمې یو تن اوسیدونکی حاجي سیدالرحمن د سولې د عالي شورا د تیر یو کال چارې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره ګټورې ګڼي او وايي:

(( پخوا هیڅ امنیت نه و، هغه وخت جګړې وې؛ خو د سولې پروسې د فعالیت سره اوس امنیت ښه شوی.))

د سولې د عالي شورا چارواکي وايي، چې دوی به په راتلونکي کې په دوه نورو ولسوالیو کې هم دې ورته ټولګټې پروژې پیل کړي، چې ورسره به د سیمې ډیرو خلکو ته د کار روزګار زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې په تیر یو کال کې په دغه ولایت کې په ټولیز ډول ۱۴۰ مخالف وسله وال د سولې د پروسې سره یو ځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG