د لاس رسي وړ اتصالات

د کنړ ملکیان ناټو نه طالبانو وژلي


د کنړ د یکشنبې د برید په هکله تازه انکشافات رامنځ ته شوي دي. په دې برید کې شاوخوا ۳۰ کسه ووژل شول او ټپیان شول. په وژل شويو کسانو کې ماشومان هم شامل وو.

خو تازه ریپوټونه وايي چې د مخکینيو رییپوټونو برعکس چې په کښي د ملکیانو د وژل کېدو او ټپي کیدو پړه پر هوايي بمبارۍ وراچول شوې وه، دغه تلفات په اصل کې د ځانمرګه برید په نتیجه کې رامنځ ته شوي دي.

د کنړ د امنیتې قوماندان عبدالحبیب سید خیل د امریکا غږ سره په مرکه کې مخکیني ریپوټونه رد کړي دي.،،شکمن کور کې درې ځانمرګي ځای پرځای شوي وو. کله چې دوي پرې عملیات پیل کړل نویوه ځانمرګي ځان وچاوه اودوه نوروتښېدل. د ځانمرګي په برید کې د کور دخاوند علي خان اومیرمنې په ګډون اته ماشومان اویوه بله ښځه ووژل شوه. په کور کې پنځه نورې مېرمنې هم ټپیانې شوې.،،

قوماندان سید خیل وايي چې هوايي برید په اصل کې پر لوړې سیمې سوی دی چې وسله وال وګواښي. نوموړی وايي چې دغوځانمرګو هدف دا وو چې په دغه ولایت کې سیمه ایز چارواکي په نښه کړي.


په عین حال کې په افغانستان کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې ۹ کسه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۲تنه نور ټپیان شويدي.

محلي چارواکي وایي چې دغه چاودنه د وردګو په ولایت کې هغه وخت وشوه چې یو سرویس موټر د غزني د ولایت نه د کابل په لوري روان ؤ او پر ښخ شوي ماین وربرابر سو.
نوموړي محلي چارواکي وایي چې ګومان کوي طالب جگړه مارانو به دا بم ایښی وي.

د بلي خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې هغه فرانسوی آزاد عکاس یې د یرغمل نیونکو د مونګولو نه خلاص کړی دی چې نږدې څلور میاشتې مخکي په کابل کې تښتول شوی وو.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي دغه خبر د دوشنبې په ورځ تایید کړی او ویول چې ۳۰ کلن پیري بورغي د یرغمل نیونکو د منګولو څخه خلاص شوی دی خو په دې هکله یې نور جزیات ورنکړل.
XS
SM
MD
LG