د لاس رسي وړ اتصالات

پر دوستم د شوي برید د پلټنو لپاره ټاکل شوی پلاوی کار پیلوي


ښاغلي دوستم تور لګولی و چې پر هغه د برید تر شا د افغانستان د ملي د شورا لاس دی
ښاغلي دوستم تور لګولی و چې پر هغه د برید تر شا د افغانستان د ملي د شورا لاس دی

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال دوستم، د وسله‌والو طالبانو د ځپلو لپاره د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ ته تللی وو، چې له دغې ولسوالۍ څخه قیصار ولسوالۍ ته د بیرته راستنیدو پر مهال د هغه پر کاروان باندې برید وشو او د هغه ۳۵ ساتونکي په کې ټپیان شول.

له برید وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د افغانستان د امنیت شورا په دغه برید کې په لاس لرلو تورنه کړه او د پیښې د څیړلو لپاره یې د یو باصلاحیته هیأت د ګمارلو غوښتنه وکړه.

اوس د افغانستان ولسمشر د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال جنرال هلا‌الدین هلال په مشرۍ یو شپږ کسیزه هیأت ته دنده سپارلې، چې د دغه برید څیړنه وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې دا هیأت به د پنجشنبې په ورځ خپل کار پیل کړي. د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، په یوه اونۍ کې به د دغه هیأت کار ختم شي.

هغه وویل "دا هیأت د دفاع وزارت د مرستیال په رهبرۍ سیمې ته ځي، په یوه اونۍ کې د دغه هیأت د څیړنو له بشپړیدو وروسته جزئیات به له رسنیو سره شریک شي."

د دغه هیأت په ترکیب کې د فاریاب والي سید انور سادات، د کورنیو چارو وزارت د معینیت مرستیال محمد سالم احساس، د ملي امنیت د ۹۵م ریاست رئیس جنرال علي‌ احمد د لویې څارنوالۍ د تحقیق او جرمونو عمومي رئیس عبدالوهاب کریمي او د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د دفاع او امنیت مرستیال سید رحیم سعید شامل دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد تینج امریکا غږ ته وویل، تمه لري چې د دغه هیأت کارونه نتیجه ورکړي او د افغانستان ولسمشر ورسره د پخوانیو هیأتونو د نتایجو په څیر چلن ونکړي.

هغه وویل "فکر کوم هیأت به په دې سفر کې ښې موندنې ولري، خو د ولسمشر له خوا باید عملي تصمیم ونیول شي، زموږ اندیښنه داده چې د هیأت له رپوټ سره د کندز د رپوټ په څیر او یا بل هر ولایت چې هیأت یې په ډير زحمت او سرښندې رپوټ جوړوي، خو د کار پای بې‌نتیجې پاتې کیږي، داسې چلن ونشي. د دغه هیأت د رپوټ له مخې د افغانستان ولسمشر باید هغه کسان چې ددغه کمین په جوړولو او سمبالولو کې یې لاس درلود، یا په دنده کې یې غفلت او بې‌پروايي کړې، له هغوی سره جدي او قاطع چلن وشي."

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوهان وايي، چې د دغه پلاوي څیړنې ځکه نتیجه نه ورکوي، چې په هغې پېښې باندې زیات وخت تیر شوی او د څیړنې لپاره په سیمه کې کافي اسناد او مدارک نشته.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني امریکا غږ ته وویل، ولسمشر د دغه هیأت په ګمارلو د خپل د لومړي مرستیال د راضي کولو نیت لري.

هغه وویل "ښايي دا د دوستم له ټیم سره د نږدې کیدو یو پیل وي، د دغه هیأت تر شا ښايي نورې هوکړې هم وي او هڅه وشي، چې جنرال دوستم راضي کړي او کابل ته یې راستون کړي. له دې پرته د دغه ډول هیأت ګمارل بل هیڅ ماهیت نه لري، له هغه وضعیت اوس زیات وخت تیر شوی دی، ښايي هغه طالبان چې په سیمه کې وو له هغه ځای څخه تلي وي، عیني شاهدان به سیمه کې کم وي دا له وخته تیره شوې خبره ده."

له دې مخکې هم افغان حکومت د کندز ولایت دوه ځل سقوط او په غور ولایت کې د ۲۶ ملکي وګړو د وژل کیدو د څرنګوالي معلومولو لپاره ورته هیأت او کمیسیون ته دنده سپارلې وه، چې د دغو څیړنو جزئیات لا تر اوسه له رسنیو سره شریک شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG