د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: افغانستان د مخدره مادو پر خلاف کمزوری پرمختګ کړی


متحده ایالات وایې چې د افغانستان حکومت پروسږکال د مخدره موادو د تولید او قاچاق پر خلاف په مبارزه کې پرمختگ کړی دی، خودغه پرمختگ ډېرکمزوری ښکاري. د فرانسې خبري اژانسAFP نن د آمریکا د خارجه وزارت د یوه راپور په حواله ریپوټ ورکړ چې په عمومي توگه په افغانستان کې دمخدره موادو د تولید او قاچاق پر خلاف پرمختگ شوی دی، او حکومت په دی لاره کی د آمریکا د خارجه وزارت د خارجه وزارت د مامورانو په وینا زیات سیاسي عزم او اراده ښوولې چې د مخدره موادو د قاچاق او تولید مخه ونیسي او هم یی ددې مقصد لپاره خپل موسسات او دولتي ارگانونه پېاوړی کړي .

دآمرېکا دخارجه وزارت راپور وایی چی دافغانستان حکومت په ځینو ولایتونو کې د خلکو د آگاهۍ او خبرتیا لپاره هم پروگرامونه شروع کړي دي. آژانس د مخدره موادو د کنټرول لپاره د نړېوالې ستراتېژۍ ترعنوان لاندې د آمریکا د خارجه وزارت ددې تازه کلني رېپوټ په حواله چې سږکال په مارچ کی خپور شوی ، وایي چې فعلا د ټولې نړۍ نوي فیصده مخدره مواد په افغانستان کی تولېدېږي

راپور وایی چی دمخدره موادو دتولید او قاچاق پر خلاف د افغانستان د حکومت د کوښښونو یوه مهمه وجه دا وه چی په هلمند کی امنیت ښه شوی دی.په هلمند کی دټول ملک د مخدره موادو تقربیا سمه نېمه برخه تولېدېده.

د آمرېکا خارجه وزارت راپور وایی چی دافغانستان حکومت اوس د هغو کسانو د نیولو کوښښ شروع کړی چی دمخدره موادو په قاچاق کی یی لاس درلوده مگر څرنگه چی د زور او سېاسي قوت د خاوندانو سره یی نژدی اړیکی درلودی چا ورسره غرض نه شو کولی.

آژانس وایی چی د آمرېکا خارجه وزارت دا راپور په داسی حال کی خپور کړی چی د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو سره دمبارزی دفتر په خپل ېوه ځانگړي راپور کی ووېل چی په ١٣٨٩ او ١٣٩٠ هجري شمسي کلونوکی په افغانستان کی د کوکنارو او خاشخاشو کر دری فېصده رالودلی دی.

XS
SM
MD
LG