د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال رازق: امنیتي چارواکي د نشه یي توکو قاچاق کوي


ښاغلي رازق د کوم امنیتي چارواکي یا ډلې نوم وانخیست.
ښاغلي رازق د کوم امنیتي چارواکي یا ډلې نوم وانخیست.

د افغانستان په جنوب کې یو لوړ پوړی امنیتي چارواکی جنرال رازق وايي چې د نشه يي توکو په وړاندې به هاغسې مبارزه کوي لکه چې د ده په وینا له ترهګرۍ سره یې کوي.

جنرال رازق په کندهار کې د یو شمېر نیول شویو نشه يي توکو د سوځولو پر مهال خبریالانو ته وویل چې د نشه يي توکو په قاچاق کې ځيني حکومتي چارواکي هم لاس لري.

هغه وویل "د نشه يې توکو پر ضد مبارزه کې جدي یو، د ۲۹ ټنه نشه يې توکو په تړاو د ۴۴۱ تنو نیول شویو کسانو په منځ کې د حوزې په کچه د امنیتي ادارو مسئولین او ځیني ستر قاچاق کونکي هم شامل دي."

د کندهار د امنیې قوماندان جنرال رازق د کوم امنیتي چارواکي یا ډلې نوم وانخیست.

په کندهار کې د سوځول شویو ۲۹ ټنه نشه يې توکو په منځ کې الکولي مشروبات ، هیروین ، تریاک ، چرس مورفین ، کرسټال او د نشه يې توکو په پروسس کې کارېدونکي کیمیاوي مواد شامل وو .

اخوا د کورنیو چارو وزارت د نشه يې توکو پر وړاندي د مبارزې معین جنرال بازمحمد احمدي وايي چي د ټول افغانستان په کچه د۵۰ سلنې تریاکو تولید په هلمند ولایت کې دی چې دوی يې اندېښمن کړي.

جنرال احمدي وايي چي حکومت او په ځانګړي ډول امنیتي ځواکونه به سږکال د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې له ډېر جدیت څخه کار واخلي .

نوې شورا

په کندهار کې په یو بل پرمختګ کې د جنوب د څلورو ولایتونو د ولایتي شورا ګانو حوزوي شورا جوړه او اعلان شوه.

د کندهار، زابل، اروزګان او هلمند ولایتونو د ولایتي شورا ګانو غړي وايي چي د عامو ولسي مشرانو سره به په ګډه د خپلو سیمو د امنیت لپاره کار کوي.

د حوزوي شورا د جوړیدو اساسي موخه د یادو ولایتونو ستونزو ته په ګډه د حل لارو پیدا کیده بلل کیږي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG