د نړۍ د نورو برخو په څیر، افغانان په خاصه توګه ځوان نسل له انټرنټ څخه په ګټې اخېستنې سوداګرۍ ته مخه کړې ده.
د سوداګرو شمیرې ښيې چې په هره ورځ په تخمیني توګه اتیا زره کسان د پلازمینې کابل سربیره د افغانستان په سترو ښارونو کې آنلاین پېر او پلور کوي.
د سوداګریزو ویب پاڼو چلونکي وايي چې په انلاین د توکو رانیول په یو دود بدلیږي او مشتریان ېې ورځ تر بلې په زیاتیدو دي.
سمیع الله احمدزی د "آزاد بازار" په نامه د یوې سوداګرۍ ويب پاڼې مسول واېې چې غواړي آنلاین اقتصاد په یو دود بدل کړي. احمدزي وویل:" اوس لس زره توکي په آنلاین توګه اخیستل او پلورل کیږي. آزاد بازار کورنۍ پراختیا مومي.”
په هغو توکو کې چې اوسمهال تر ډیره د افغانستان په بازارونو کې په آنلاین توګه خرڅیږي کورونه، الکترونيکي وسایل، او موټرونه شامل دي.
د امنیتي وسایلو پلورنکی رحمت الله وايي چې توکي يي ډیر آنلاین مشتریان لري.
هغه وویل: "هغه کمړې چې مونږ پلورلي دي خلک زموږ له کار څخه راضي دي او د ویب پاڼې له لارې موږ سره خپل نظریات شریکوي."
خو عام خلک له آنلاین سوداګرۍ سره څومره بلدتیا لري او پدې اړه عامه پوهاوي ته څومره پاملرنه شوې؟ د کابل ښار اوسیدونکی محمد رفیع پدې باور دی چې خلک ترپخوا زیات له انټرنټ سره بدلتیا لري او دغې چارې آنلاین سوداګرۍ ته پراختیا ورکړې ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور له هغو لومړنیو سکټورونو څخه دی چې افغانستان کې په چټکۍ وده وکړه.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د شمیرو له مخې اوسمهال د پنځو مخابراتي شرکتونو په ګدون ۵۱ کمپنۍ انټرنټی خدمات وړاندې کوي.
دې سره جوخت، تر څلورو میلیونو ډیر افغانان انټرنټ ته لاسرسی چې د هېواد څه باندې ۱۲ فیصده وګړي جوړوي.
شمیرو ته په پام ښايي آنلاین بازار ورو ورو د خلکو کورونو ته لار موندلې خو ډیر خلک شته چې انټرنټ سره هیڅ ډول آشنايي نلري.