د لاس رسي وړ اتصالات

کنړ کې د ښوونکو امنیتي اندیښنې زیاتې شوي


امنیتي چارواکي وايي نه پوهیږي چې کومې ډلې پر ښوونکو بریدونه کړي
امنیتي چارواکي وايي نه پوهیږي چې کومې ډلې پر ښوونکو بریدونه کړي

په کونړ کې چارواکي وايي وسله والو کسانو په تېرې یوې میاشتې کې څلور ښوونکي په ډزو وژلي دي. د ښوونکو دوژنې وروستۍ پېښه د شنبې په مازیګر وشوه، چې نامالومو وسله والو په اسمار ولسوالۍ کې دمنځني ښوونځي یو معلم په ډزو وواژه.

دپوهنې ریاست مرستیال عبد القهار اخونزاده امریکا غږ ته وویل، چې دباچا خان په نوم دغه ښوونکي دپتاو په منځني ښوونځي کې دنده لرله،چې تېر مازیګر دکافرو ناو په سیمه کې وسله والو په ډزو وژلی دی .

نوموړی وايي" دغه ښوونکی دیو شخصي کار پسې تلی و او دکافرو ناو بانډې په سیمه کې مخ پټو وسله والو وژلی دی."

تر اوسه طالبانو یا کومې بلې وسله والې ډلې په کونړ کې دوژل شویو ښوونکو دوژنې پړه نه ده منلې

ښوونکي هم وروستیو وژنو اندېښمن کړي او وايي حکومت دې ددوی دژوند خوندیتوب لپاره هڅې وکړي او وايي که روانې وژنې دوامداره شي نو ګڼ ښوونکي به خپلې دندې خوشې کړي.

میاه خان بانډوال په مرکز اسداباد کې دتجربوي ښوونځي ښوونکی دی وايي" که حکومت زمونږ امنیت خوندي نه کړي نو ډېر ښوونکي به خپلې وظیفې پرېږدي."

دهمدغې ښوونځيداتم ټولګي یو زده کونکیسلیمان په ژړغوني غږ دخپلو ښوونکو وژل ددوی وژنه ګڼي هغه وویل " که زمونږ ښوونکي وژنئ نو بس زمونږ تاسې زمونږ معارف وژنﺉ."

دښوونکو دوژنې مسله دافغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم لا له وړاندې پیل شوې او د ډېرو په باور که حکومت یې مخه ونه نیسي، د پوهنې د برخې ستونزې به لازیاتې شي.

په کابل کې د ښوونکو اعتصاب

په کابل کې یو شمېر ښوونکو بیا اعتصاب کړی د معاشونو د لوړوالي او د ښوونکو د حالت د ښه والي غوښتنه کوي.

د افغانستان د ښوونکو د ټولنې مشر فضل احمد فضلي وویل چې په کابل کې یو شمېر ښوونځي له نژدې یوې اوونۍ راهسې تړل شوي او ښوونکو یې د درس نه ورکولواعتصاب کړی دی.

ده وویل " زموږ ټولې غوښتنې قانوني دي او تر هغه مو چې خپل حق نه وي ترلاسه کړی، ښوونځیو ته نه ستنیږو. د خپلو زده کوونکو له کبله خواشیني یو، خو د حکومت له لاسه موږ له دې پرته بل انتخاب نه درلود."

دغه اعتصاب لږ تر لږه په ۱۵ ښوونځیو کې پیل شو، خو ډېر ژر دکابل نورو سیمو ته هم وغزېده.

د پوهنې وزارت د نشراتو ریس کبیر حقمل وویل چې د وزارت چارواکي هره ورځ له دغو ښوونکو سره خبرې کوي، خو د ښوونکو ځینې غوښتنې نامعقولې دي، ښاغلي حقمل وویل ښوونکو ته ویل شوي چې خپلو ښوونځیو ته ولاړ شي او د دوی د غوښتنو په اړه به خبرې روانې وې.

ده وویل " موږ له ډېر وخت راهیسې د ښوونکو د وضعیت د ښه والي لپاره کار کوو، خو دغه کار ډېر وخت غواړي. "

په افغانستان کې ښوونکو ته د نورو هېوادونو په پرتله ښه معاش او امتیازات نه ورکول کیږي او ځینو خو یې په حکومت کې د مالي ستونزو له کبله د څو میاشتو تنخواوې هم نه دي اخیستي.

XS
SM
MD
LG