د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د نجونو د زده کړې سره خپل دریز بدلوي، فاروق وردګ


طالبان د نجونو د زده کړې سره خپل دریز بدلوي، فاروق وردګ
طالبان د نجونو د زده کړې سره خپل دریز بدلوي، فاروق وردګ

د افغانستان دپوهنی وزېر واېې طالبان تېار دي چې په هېواد کی د نجونو د تعلېم سره خپل مخالفت پای ته ورسوی.

دپوهنې وزېر فاروق وردګ واېې چی په دې اړه دطالبانو دمشرانو او روېه کی نرمښت راغلی دی او نور د جنکو د تعلېم سره مخالف نه لری.

دافغانستان دپوهنی وزېر داتبصره برېتانېې د ټاېمز ورځپاڼې دتعلېمی برخې سره په ېوه مرکه کی کړیده خو تراوسه پوری لا دښاغلي وردګ دتبصرې په اړه طالبانو خپل عکس العمل نه دی څرګند کړی.

فاروق وردګ ووېل دافغانستان په اطرافو کی خصوصاً په هغو سېموکی دجنکو دتعلېم سره ډېرمخالفت لېدل کېږی، چی خلک ېې بی وزلي دي. خو اوس ورو ورو دغه کلتوری خنډونه له منځه ځی. وردګ ووېل همدا دلېل دی چې د افغانستان په ځېنو ولاېتونو کی ډېر لږې میرمنې استادانې موجودې دي.

ښاغلي وردګ ووېل چې اوس په ټول افغانستان کی په ښوونځېو کې ٣٨ فېصده شاګردانې درس لولی او ٣٠ فېصده استاذانی شاګردانوته زده کړی ورکوي، حال دا چې دطالبانو د حکومت په وخت کې ېې فېصدې صفر وه.

دطالبانو دحکومت په زمانه کې ښځو معمولا اجازه نه لرله چی بېرون کار او روزګار وکړی.

XS
SM
MD
LG