د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال ناظرین:د رایو تفتیش به اعلان شوي نتایج بدل نه کړي


د افغانستان دویم دور انتخابات له لانجو کونجو سره مل و.
د افغانستان دویم دور انتخابات له لانجو کونجو سره مل و.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شاوخوا اتو میلیونو رایو پر تفتیش او بیا شمېرلو لګیا دی، نړیوال انتخاباتي څارونکي په دې باور دي چې د څېړلو او تفتیش پایلې به د ولسمشریزو انتخاباتو اعلان شوي نتایج بدل نه کړي.

د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات چې د جولاۍ په ۱۴وشول، په لومړنیو پایلو کې اشرف غني احمدزی مخکې دی.

د ډیموکراسۍ انټرنشنل مشر ګلین کوان چې د رایو د تفتیش یو نړیوال څارونکی دی وايي، داسې نه ښکاري چې روانې څېړنې دې پر اعلان شویو رایو ډېر تاثیر وکړي.

ښاغلی کوان وایي " دا ډېره ستونزمنه ده چې د یو میلیون رایو فرق دې په کې راشي، خواحتمال شته، اما که د نړۍ د رایو د بیا شمېرلو تاریخ ته وګورو، هر کاندید چې د رایو تر تفتیش او بیا شمېرلو مخکې وي، د رایو تربیا شمېرلو وروسته هم، مخکې وي."

ښاغلی کوان چې تازه له کابل څخه واشنګنټن ته راغلی دی د امریکا غږ سره په خبرو کې یې د رایو د بیا شمېرلو پر شفافیت او روڼوالي ډاډ وښود او زیاته یې کړه چې نړیوال څارونکي د کاندیدانو ترمنځ له کوم توپیر پرته، د رایو تفتیش او څېړنه کوي.

هغه وویل " نړیوال څارونکي هلته ځکه دي چې دواړو کاندیدانو ته ډاډ ورکړي چې د رایو د شمېرلو او تفتیش بهیر بې پرې دی او نړیواله ټولنه په دغو انتخاباتي سیالیو کې د خوښې کوم کاندید نه لري. نړیوال څارونکي په بشپړ ډول بې طرفه دي او یوازې د رایو بیا شمېرل څاري، دوی د یوه لوبڅار دنده لري، ملګري هم کله چې په خپلو کې سره لوبې کوي، یوه څارونکي ته اړتیا لري."

د ډیموکراسۍ انټرنیشنل ټولنې مشر او نړیوال انتخاباتي څارونکي ګیلن کوان امریکا غږ ته وویل د نړۍ په ټاکنیز تاریخ کې، لومړنی مخکښ کاندید، د رایو تر تفتیش او بیا شمېرلو وروسته، هم مخکې وي.
د ډیموکراسۍ انټرنیشنل ټولنې مشر او نړیوال انتخاباتي څارونکي ګیلن کوان امریکا غږ ته وویل د نړۍ په ټاکنیز تاریخ کې، لومړنی مخکښ کاندید، د رایو تر تفتیش او بیا شمېرلو وروسته، هم مخکې وي.

ښاغلي کوان داسې مهال دا خبرې کولې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي تر دې دمه یې د ټولو رایو شاوخوا ۳۰ فیصده بیا شمېرلې او څېړلي دي.

کمیسیون د سه شنبې په ورځ د اګست ۱۲ د ناسمو رایو د باطلولو مرکز رسمآ پرانیست،د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رایو د باطلولو کمپیوټري پروګرام تاید کړی چې د دواړو کاندیدانو تخنیکي ټیمونو ته له ښودلو او د هغوی له تاید وروسته به د رایو باطلول پیل کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات له ګڼو لانجو سره مل و، د لومړني دور نتایجو له اعلان سره سم کاندید عبدالله عبدالله له کمیسیون سره پرېکون وکړ او پایلې یې ونه منلي.

دغو ناندریو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري اړ ویست چې دوه وارې کابل ته ولاړ شي او د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی وکړي.

ظاهرآ دواړو کاندیدانو موافقه کړې چې د رایو د بیا تفتیش تر بشپړېدو او نتایجو له اعلان وروسته به د ملي یوالي حکومت جوړوي، ملي یوالی هغه اصطلاح ده چې لا یې هم په اړه ډېر وضاحت ورکړل شوی نه دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG