د افغانستان د انتخاباتو د جمهوري ریاست د دویم ځلي انتخاباتو د رایو تفتیش شپږ شپیته فیصده بشپړ شویدي، او د باقي رایو تفتیش او شمیرل ادامه لري.
افغان ولس غواړي چې ژر تر ژره د انتخاباتو نتیجه اعلان شي او نوی جمهورریس د چارو واگې په لاس کې واخلي.
جمهور رئیس حامد کرزي نن د شنبی په ورځ اعلان وکړ چې د نوي جمهور رئیس د لوړې د مراسمو نیټه نه بدلیږي.
جمهور رئیس اوباما د جمعې په شپه د دواړو کاندیدانو، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره په تیلیفون کې د انتخاباتو په مسلې او د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو لپاره په پرمختگونو او همداشان د ملگرو ملتونو تر څارنې لاندی د رایو د تفیش او شمیرلو د بهیر په گړندیتوب خبرې وکړې.
څرنگه چې دواړو کاندیدانو ښاغلي احمدزي او ښاغلي عبدالله د جان کیري په منځگړیتوب داسې موافقه لاسلیک کړیده چې اصلي او جعلي رایې به جلا کیږي او له سره به شمیرل کیږي. دغه کار اوس د بین المللي ناظرینو تر نظارت لاندی روان دی.
خو د ځینو سیاسي ناظرینو او مبصرینو له خبرو داسې ښکاري چې د ملي حکومت د جوړیدو لپاره د اجراییوي ریس او د جمهورریس د واک او صلاحیت په باره کې ځینې اختلافات شته.
مگر ددې دواړو کاندیدانو نطاقانو، حمیدالله فاروقي او فضل الرحمن اوریا خوشبینې وښوده چې دا ستونزې به حل شي.
ښاغلی اوریا وایي دوی ته اول د رایو تفتیش ډیرمهم دی او تر کومه ځایه پورې چې په سیاسي موافقې پورې اړه لري، د هغې حد او حدود مشخص دي. نن دواړو کاندیدانو بیا په دې باره کې خبری وکړې، خو یو څه اختلافات چې پاتې دي، هغه به زر حل شي. په سیاسي برخه کې فعلا داسې څه نه لیدل کیږي چې هغه دې تر اخره پورې حل نه شي. ټول اختلافات حل کیږي او دواړه کاندیدان به نهایي موافقه امضا کړي. خو دا چې د ملي یوالي په حکومت کې به قدرت څنگه وویشل شي، په کومو برخو کې په مساوي ډول وویشل شي او په کومه برخه کې د مشورې او مصلحت په بڼه وویشل شي او څنگه به نورې ډلې د ملي یووالي دولت ته را وبلل شي او ونډه به ورته ورکړل شي، دا په گډه اعلامیه کې راغلي دي او په هماغه بنسټ به عمل کیږي.
همدا شان د ښاغلي احمدزي د ډلې نطاق، حمیداله فاروقي هم وایي چې په ځینو مواردو کې واړه واړه اختلافات شته ، خو زر به حل شي. دواړو کاندیدانو نن د شنبې په ورځ په همدغو مسلو خبرې کړیدي. د قدرت د مساوي ویش مسله نه شته ، اما د مشارکت مسله شته. د همکارۍ او هم آهنگۍ مسله شته دی. نو دواړه کاندیدان باید د نرمښت نه کار واخلي چې د ملي وحدت حکومت جوړ شي. د جان کیري په وساطت او منځگړیتوب په لومړڼي تفاهم کې یوه خاصه اصطلاح استعمال شویده چې د تناسب،تعادل او ډیرو نورو شیانو تعبیرونه ترې کیږي، مگر د قدرت د مساوي تقسیم تعبیر ترې ځکه نه شي کیدی چې د افغانستان په اساسي قانون کې د جمهور رئیس واک او صلاحیتونه معلوم دي او بل چا ته انتقالیدلی نه شي.
ښاغلي فاروقي ډاډه دی چې دغه تخنیکي پروسه به هم ډیر زر بشپړه شي او نتایج به ددې میاشتې په اخر کې اعلان شي.
د ښاغلي اوریا او ښاغلي فاروقي د وینا گانو په اساس دواړه کاندیدان په خپلو تعهداتو ټینگ ولاړدي، نو ځکه د ځینو موجودو اختلافونو او ستونزو حل کول، سخت نه، بلکه آسانه کار ښکاري.