د لاس رسي وړ اتصالات

لوې څارنوالۍ د انتخاباتو د ۴ لوړ رتبه کسانو د نیولو امر کړی


لوې څارنوالۍ د انتخاباتو د ۴ لوړ رتبه کسانو د نیولو امر کړی
لوې څارنوالۍ د انتخاباتو د ۴ لوړ رتبه کسانو د نیولو امر کړی

سږکال په سېپټامبر کې د افغانستان دپارلمانی انتخاباتو د وروستېو نتېجو په اړه لانجه او شخړه نن نوره هم ژوره او پېچلې شوه چې د لوی څارنوال دفتر د انتخاباتو د کمېسون د څلورو تنو لوړ رتبه مامورانو د نیولو امر صادر کړ.

دافغانستان د لوی څارنوالۍ مرستېال جنرال رحمت اله نظری د انتخاباتو دشکاېاتو دکمېسون د وو غړو،تاج امان اله تجلی او احمد ضېا رفعت د نېولو امر وکړ. تجلی دنوموړي کمېسون د محاسبی ددفتر امر دی او رفعت ېې ېو وېاند دی .

همدا راز دلوی څارنوالئ مرستېال د شکاېاتو دازاد کمېسون د ٢نورو غړو، شفېق کوهستانی او نور محمد نور دنېولو ا حکام صادر کړل. ته شوه.

دلوی څارنوالی مرستیال دپنجشبی په ورځ د ٣ نورو کسانو دنېولو امر صادر کړی ؤ، چې په دې جمله کې ، دری صرافان هم شامل دي . ددی نه علاوه دملگرو ملتونو د څارنې د دفتر د ېوې مامورې دنېولو امر شوی دی چې د افغانستان او جرمنی دواړو تابعت لری .

کله چې دانتخاباتو کمېسون وروستئ نتېجی اعلان کړلی نو دافغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الوکو پری ډېر سخت انتقادونه وکړل. ښاغلي الوکو ووېل چې ددغو نتېجو په اعلانولو کی دعاجلی او بېړی نه کار اخېستل شوی دی. هغه ووېل چې ملگرو ملتونو باېد سمدستی دانتخاباتو نتېجې نه واې تاېېد کړی.

که څه هم چې پرون د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي دفتر ېو بېانېه خپره کړه او وېې وېل چې د پارلماني انتخاباتو ورستۍ نتېجې خپرې شوې دي خو جمهور رېس د انتخاباتو د کمېسون ملاتړ و نه کړ،فقط همدومره ېې وویل کومو کاندېدانو چې انتخابات نه دي گټلی باېد د تشدد لاره غوره نه کړي او باید خپلې عرېضې محکمو ته ورکړي.

XS
SM
MD
LG