د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د کمیسیون د غړو لیست ولسمشر ته ولېږل شو


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمشنرانو د انتخاب کمیټې خپل کار په رسمي توګه پای ته ورساوه.

ددی کمیټې غړي او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار په کابل کې رسنیو ته وویل دوی ته درې سوه او پنځه څلویښت کسانو مراجعه کړې وه چې پرې د اسنادو د بشپړیدو او معیارونو په پام کې نیولو سره تصمیم ونیسي.

په پایله کې دوي د ۲۷ کسانو لیست د یکشنبې په ورځ جمهوري ریاست ته د نهه کمیشنرانو د ټاکلو په هدف واستوی.

د ټاکنو د قانون د اومې او اتمې مادې پر بنسټ هغه کسان د ټاکنو د کمشنرانو کمیټې ته ټاکل کیږي چې د افغانستان تابعیت ولري، له ښه او نیک شهرت څخه برخمن اوسي، لوړې زده کړې ولري او ورسره کاري تجربه هم ولري.


د امریکا غږ خبریالې زیبا خادم د موضوع په اړه د مشرانو د جرګې د ریْس ښاغلي فضل هادي مسلمیار سره مرکه کړیده چې په لاندي لینک باندې یې اوریدلای شیْ.


XS
SM
MD
LG