د لاس رسي وړ اتصالات

عطا محمد نور: عبدالله د خلکو په رایو معامله وکړه


عبدالله عبدالله او عطا نور دواړه د جمعیت ګوند غړي دي، چې همدا اوس یې ډېر شمېر غړي په لوړو حکومتي دندو کې کار کوي
عبدالله عبدالله او عطا نور دواړه د جمعیت ګوند غړي دي، چې همدا اوس یې ډېر شمېر غړي په لوړو حکومتي دندو کې کار کوي

د بلخ والي د افغانستان اجرایي ريس عبدالله عبدالله تورن کړ چې د خلکو په رایو یې معامله کړې ده.

ښاغلي نور د خپلو پلویانو څخه بخښنه وغوښتله چې په تېرو ټاکنو کې یې د ښاغلي عبدالله ننګه کړې وه. عطا نور په مزار شریف کې د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال محمد قسیم فهیم د درېیم تلین په مراسمو کې دا خبرې وکړې.

نوموړي په تنده لهجه پر عبدالله په وار وار انتقادونه وکړل او هغه یې تورن کړ چې خپلې ژمنې یې عملې نه کړې.

نوموړي وویل ښاغلي عبدالله خپلو متحدینو ته د حق په ورکولو کې پاتې راغلی او په خپلو ژمنو یې خاورې اړولي دي "دوه کاله ورسره سرګردانه وو او همدا مو ورته ویل چې و ډاکټر صاحب په امر او نهي کې شریک اوسه، خپل حق وغواړه".

ښاغلي نور په ښکاره ونه ویل چې عبدالله په کومو برخو کې له خپلو متحدینو سره ژمنې نه دې پوره کړې، خو وویل چې د افغانستان کابینې ته د ځینو کسانو راتګ ورته سره کرښه وه، خو بیا هم همدغه کسان اوس په کابینې کې دي.

عطا نور وايي " زه له نادري – نادر نادري د اداري اصلاحاتو د کمیسیون نوی مشر- سره هېڅ کومه ستونزه نلرم، زه د خپلې ډلې مشر ته وایم چې تل یې په ماڼۍ کې د خپل ځان او څلورو مشاورانو د پاتې کېدو لپاره، زموږ باور د نورو پښو ته غورځولی، تل یې معامله کړې او زموږ له ارزښتونو او حقونو څخه یې دفاع نه ده کړې".

ښاغلي نور همدغه راز په کابینې کې په وروستیو بدلونونو هم نیوکه وکړه او ټېنګار یې وکړ چې بل وار انتخاباتو کې به په خپله د سیالۍ ډګر ته ودانګي.

دا د افغانستان د ملي یوالي د حکومت له جوړېدو را وروسته اول ځل دی چې د بلخ والي عطا محمد نور پر خپل سیاسي ملګري عبدالله عبدالله دومره کلکې نیوکې کوي.

ښاغلی عبدالله او عطا نور د جمعیت د ګوند غړي دي، چې ډېر شمېر کسان یې همدا اوس په افغان کابینې کې او د کابینې د باندې په لوړو حکومتي دندو کار کوي.

څه موده مخکې ځینې راپورونه خپاره شول چې ګنې د ولسمشر غني د ډلې او عطا محمد نورو ترمنځ سیاسي معامله کېدونکې ده. خو د ښاغلي عبدالله ویاند مجیب الرحمن رحیمي ویلي وو چې ښاغلی نور د اجرايي ریاست په استازیتوب خبرې نکوې، بلکې د جمعیت ګوند نمایندګي کوي.

XS
SM
MD
LG