د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان انتخابات په مالي مرستو تړلې دي

  • نوشابه آشنا

د افغانستان د ملي شورا ټاکنې باید تیرکال ترسره شوې واې

د افغانستان د ملي شورا ټاکنې باید تیرکال ترسره شوې واې

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتک اشنا راډيو سره په مرکه کې وويل چې د پارلمانی او ولسواليو شوراگانو د ټاکنو لپاره تر اوسه د حکومت قاطع دريځ معلوم ندی. ښاغلي هوتک وویل تير کال يې د ټاکنو د مالي لگښت طرح حکومت ته ليږلې خو تر اوسه يې ځواب ندې تر لاسه کړې .

د نوموړي په وینا جمهور ريس ته يې د ټاکنو د لگښت لمړنۍ ليږلې طرح ١١٧ ميليونه ډالره وه خو په دوهمه طرح کې د جمهور ريس سره له خبرو وروسته ځينې مسووليتونه حکومت په خپل غاړه واخيستل چې د ټاکنو لگښت ٦٣ ميليونه ډالره وټاکل شو.

په دريمه طرح کې هغه احتمالی حالت په نظر کې نيول شوې و چې که چیرې حکومت د امنيتي او نورو ستو نزو له کبله د ټاکنو خپلواک کميسيون سره کړې ژمنې تر سره نکړي نو بايد د ټاکنو لگښت لوړ شي چې ٩٧ ميليونه ډالره کيږي.

عبدالرحمن هوتک زياته کړه ، د ا مهال په دريواړو طرحو د حکومت سره بحث روان دې او وروسته به پریکړه وشي چې پدې برخه کې حکومت څومره امکان لري او نړيواله ټولنه به د ټاکنو خپلواک کميسيون سره په کومه اندازه مرسته وکړي.

له دې سره سره بيا هم د ټاکنو د خپلواک کميسيون مرستيال د ټاکنو په اړه د حکومت نامعلوم دريځ ته په اشارې وويل چې حکومت په بوديجوي او امنيتی لحاظ ټاکنو ته هيڅ تيارې نلري.

د ولسمشر غني لیک

له بلې خوا د افغانستان د ټاکنو د څار سازمان مشر جانداد سپين غر وايي بیله مالي امکاناتو د ټاکنو ترسره کیدل ناشونی بریښي.

سپين غر وايی له يوې څخه تر دووو مياشتو وخت پکار دې چې مرستندويه هيوادونه د ملگرو ملتونو له طريقه د ټاکنو لپاره خپلې مرستې تيارې کړي.

افغان حکومت بيا وایی چې، عينی او ذهني شرايطو ته په کتو يی خپل مسوو ليتونو په چوکاټ کې د امنيتي او مالي منابعو برابرولو په خاطر دوې کميټې ټاکلي دي.

د جمهوری رياست د وياند مرستيال دوا خان مينه پال وويل ، جمهور ريس اشرف غني د ملگرو ملتونو سر منشي ته ليک استولې او د پارلمانی ټاکنو لپاره يی د دوئ همکاري غوښتې ده.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرگې غړي باید د ١٣٩۴ لمریز کال تر سرطان میاشتې پوري ټاکل شوي او نوی پارلمان کار پیل کړی واې ، خو د ټاکنيزو اصلاحاتو موضوع دومره پيچلې او دومداره شوه چې تر نن پورې پارلماني ټاکنې وځنډيدې.

XS
SM
MD
LG