د لاس رسي وړ اتصالات

محسني: ٧٧ انتخاباتي شکایتونه ثبت شوي دي


د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند وایي تر اوسه ددې کمیسیون سره د نوماندانو د ټیمونو له خوا ٧٧ انتخاباتي شکایتونه ثبت شوي دي.

د شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني د امریکا غږ ته وویل چې ددې جملې څخه ٢۴ شکایتونه په رسمي او لیکلې بڼه په کابل او په ولایتونو کې ددې کمیسیون په دفترونو کې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ٥٣ نور یې د تلیفون له لارې د کمیسیون په دفترونو کې ثبت شوي دي.
ښاغلي محسني وویل چې دا شکایتونه د کابل او مختلفو ولایتونو څخه دي خو په ډاگه یې نه کړه چې د څو ولایتونو نه دوی ته رارسیدلي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ویاند په وینا دا شکایتونو د جمهوري ریاست د نوماندانو د ډلو او د هغوی د پلویانو له خوا شوي دي خو هغه دا هم ونه ویل چې زیات شمیر شکایتونو د کوم کاندید له لورې ترسره شوي دي.

هغه وویل چې دا شکایتونه په مختلفو مواردو کې دي چې د رائیو پاڼو د خلاصیدل، د حکومتي کارکوونکو مداخلې او د ځینو خلکو له خوا د انتخاباتو د پروسې گډوډول په کې شامل دي.

ښاغلي محسني وویل چې ښایي د ورځې تر پایه ددې شکایتونو شمیره اوچته شي.
XS
SM
MD
LG