د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو د دوهم پړاو بلاگ په ژوندۍ بڼه


04:45 25.3.1393
د پکتيکا امنيې قوماندان جنرال نبي جان ملاخېل امريکاغږ ته وويل، چې د دغه ولايت له دريو ولسواليو يوسف خېل، مېټاخان او اومنې څخه د رای پاڼو صندوقونه مرکز ښرنې ته رسيدلي دي. هغه زياته کړه، چې له نورو ولسواليو څخه هم د رای پاڼو صندوقونه انتقال، چې امنیتي ځواکونه یې امنیت ساتي، پرلاره دي. هغه وویل تر نن ماسپېښين پورې به دغه صندوقونه ښرنې ته ورسېږي.
04:35 25.3.1393
په کنړ کې د انتخاباتو د دفتر رئیس محمد ظاهر اکبري وايي چې په کنړ کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړي پړاو په پرتله په دوهم پړاو کې ډیرو خلکو رایې ورکړي. هغه وویل چې په دوهم پړاو کې تر ۲۰۰ زرو ډیرو کسانو رایې اچولې دي. ښاغلی اکبري وايي چې د ناری او غازي اباد رایې لا تر اوسه اسعدآباد ته نه دې انتقال شوي.
04:22 25.3.1393
د لغمان د انتخاباتو د دفتر رئیس نعمت الله صافي وايي چې د رایې اچونې په محلونو کې د رایې اچونې د ټولو مرکزونو رایې د مهترلام ته انتقال شوي.
ښاغلي صافي وویل چې د لومړي پړاو په پرتله په دوهم پړاو کې د ۳۰ زرو نه نیولي بیا تر ۴۰ زرو پورې ډیرو خلګو برخه اخیستې وه. هغه زیاته کړه چې د انتخاباتو په ورځ ۸۴ مرکزونه پرانستي وو او ۱۱ نور بند وو. د لغمان د انتخاباتو د دفتر رئیس وايي چې په لغمان کې په انتخاباتو کې د ښځو حضور ډیر و.
03:25 25.3.1393
د کندوز د انتخاباتو ریس امیرحمزه احمدزی وايې چې د دویم پړاو د انتخاباتو پر ورځ په کندوز کې د رایو ۲۱۹ ټول مرکزونه پرانستي وو، او نن یکشنبه چې د انتخاباتو دویمه ورځ ده تر غرمې پورې د ټولو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو څخه د رایو صندوقونه رارسیدلي دي.هغه زیاتوي چې د رایو د صندقونو د انتقال پر وخت ددوي کارکوونکي او پولیس له هیڅ ډول امنیتي ستونزې سره نه دي مخ شوي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG