۲۳:۲۶
۲۳.۳.۱۳۹۳
ولسمشر حامد کرزي وايي چې «نن هغه ورځ ده، چې په حقیقت کې، افغانستان د ثبات، ترقي او کراري پړاو ته د انتقال لپاره ټینګ ګام پریږدي.» هغه دغه خبره د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د خپلې رایې د استعمالولو ورسته وکړه.
۲۳:۳۱
۲۳.۳.۱۳۹۳
د ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې خپله رایه استعمال کړه.
۲۳:۵۰
۲۳.۳.۱۳۹۳
د هرات والي سید فضل الله وحیدي او د هرات یو شمیر چارواکو خپله رایه واچوله. د رایې اچونې نه ورسته، هغه وویل چې په انتخاباتو کې د خلګو پراخ حضور د دې مانا ورکوي چې خلګ د دیموکراسۍ سره علاقه لري او غواړي پخپله د افغانستان راتلونکي وټاکي.
۰۰:۰۴
۲۴.۳.۱۳۹۳
د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش په کابل کې خپله رایه ورکړه.