د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي ولایتونو ته بریښنا ورکول کیږي


جنوبي ولایتونو ته بریښنا ورکول کیږي
جنوبي ولایتونو ته بریښنا ورکول کیږي

د امریکا د متحدو ایالاتو پرمختیايي ادارې یو ایس اې آی ډي په افغانستان کې د برېښنا د پرمختیا په برخه کې د دوولس سوه ملیونه امریکايي ډالرو د مرستو اعلان وکړ او دا مرسته به هغو سیمو ته برېښنا ورسوي چې لا هم برېښنا نه لري.

د یو ایس اې آی ډي مشر راجیش شاه له افغان چارواکو سره یو ځای نن په کابل کې د برېښنا د ویش او کنټرول د ملي مرکز د پرانیستنې په مهال د برېښنا د لېږد او پراختیا د همکارﺉ سند هم لاسلیک کړ چې په اساس به یې یو ایس اې آی ډي یو اشاریه دوه، ملیارډه ډالر د برېښنا شرکت او د انرژﺉ او اوبو لګولو وزارت له لوري ولګول شي.

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال وویل چې ددې مرستې څه باندې نهه سوه ملیونه ډالره به له ملي بودېجې مصرف شي، په جنوب او جنوب ختیځ کې به خلکو ته برېښنا برابره کړي او ورسره به مسلکي انجنیران هم وروزل شي.

حضرت عمر زاخېلوال: "د برېښنا د ویش او کنټرول مرکز چې په تره خېلو کې موقعیت لري د یو ایس اې آی ډي په څلور وېشت ملیونه ډالره مرسته جوړ شوی او د افغانستان د اوولس سټیشنه برېښنا تولید او ویش کنټرولوي، د برېښنا وزیر اسماعېل خان وویل چې دا لومړی ځل دی چې داسې مرکز په افغانستان کې جوړیږي او ددې مرکز په ایجاد به د برېښنا له ضایعه کېدو مخه ونېول شي".

اسماعېل خان وايي: "بل لورته د یو ایس اې آی ډي عمومي مشر راجیش شاه وویل چې یو ایس ډي به له افغانستان سره د زیربنايي نورو مرستو ته دوام ورکړي او ددې مرکز جوړول هم د افغانستان په مهمه اقتصادي وده کې مرسته کوي".

راجیش شاه وايي: "افغان چارواکي وايي تر دوه زره او پنځلسم کاله پورې به تر ډېره د برېښنا د نه شتون ستونزه اواره وي او تر دې دمه له نهه سوه میګاه واټه برېښنا خلک مستفید دي".

XS
SM
MD
LG