د لاس رسي وړ اتصالات

لاریون کوونکي: سالنګ په لاره بریښنا مزي غځول نه منو


لاریون کوونکو شعار ورکاوه چې " ټوټاپ زمونږ حیثیت دی، ټوټاپ مونږ ته سور خط دی".
لاریون کوونکو شعار ورکاوه چې " ټوټاپ زمونږ حیثیت دی، ټوټاپ مونږ ته سور خط دی".

په داسې حال کې چې د روشنایي غورځنګ په زرګونو پلویانو نن د جمعې په ورځ بیا په یوه لویه غونډه کې د سالنګ په لاره د ترکمنستان څخه د افغانستان مرکزي سیمو ته د بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د غځولو د لارې د ارزولو لپاره د جمهوررئیس غني له خوا د ګمارل شوي کمیسیون پریکړې سره مخالفت وښوده، ددغه غورځنګ یو بل پخواني ملاتړې حاجي محمد محقق د افغان حکومت د پریکړې ننګه کړې ده.

د روشنایي غورځنګ نن د جمعې د ورځې د لمانځه وروسته د کابل په لودیځ خوا کې د شهید مزاري په جماعت کې په یوه لویه غونډه کې د ترکمنستان څخه د بریښنا د مزي د غځولو د لارې د ارزولو لپاره د جمهوررئیس غني له خوا د ګمارل شوي کمیسیون پریکړه ونه منله او ملي یووالي له حکومت څخه یې وغوښتل چې دا پریکړه دې بیرته واخلي.

نبي احمدي چې د دغه لاریون پریکړه لیک یې ولوسته وویل چې که حکومت یې غوښتنې ونه مني نو د افغانستان په دننه او بهرکې به د ملي یووالي د حکومت پر وړاندې به د پراخه لاریونو ترڅنګ مدني حرکتونوته دوام ورکړي

په دې غونډه کې د افغانستان د جمهوري ریاست د پخواني دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي او د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د حکومت د اداري چارو د رئیس صادق مدبر د ګډون سربیره د افغانستان په ملي شورا کې د مرکزي ولایتونو وکیلانو او د مدني ټولنې استازوهم برخه اخیستې وه.

محمد کریم خلیلي لاریون کوونکو ته د وینا په وخت وویل چې ټاکل شوی کمیسیون ملي کمیسیون نه و.

ښاغلي خلیلي وویل " د ملي یوالي حکومت او مشرانو ته یې ښاغلي جمهوررئیس، ښاغلي اجرائیه رئیس له دغه ځایه تاسو ته خطاب کوم دا ستا د حکومتي کمیسیون پریکړه ده ، نه د یو ملي کمیسیون، یو حکومتي کمیسیون چې تاسو ټاکلی وو، په ډیره جانبداره توګه یې هم پریکړه کړې او هم یې هڅه کړې خو د پلوۍ په چوکاټ کې یې بیا هم نه انکار کیدوونکي واقعیتونو څخه انکار نه دی کړی" .

لاریون کوونکو شعار ورکاوه چې " ټوټاپ زمونږ حیثیت دی، ټوټاپ مونږ ته سور خط دی".

د روشنایي غورځنګ د جمهوررئیس غني له خوا د ګمارل شوي کمیسیون پریکړې سره دا مخالفت په داسې حال کې ښودلې چې د دغه غورځنک یو شمیر پخوانیو ملاتړو او مشرانو د کمیسیون پریکړه منلې او د لاریونونو دوام یې د افغانستان په خیر نه دی ګڼلی او له هغوکسانو څخه چې د دغې پریکړې سره مخالف دي د مخالفت څخه د لاس اخیستلو غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان د سیاسي ګوندونو شورا په اعلامیه کې وویل شوي چې پرته له دې به دا مسله سیاسي او قومي بڼه واخلي چې د فرصت طلبانو او د ملي روحیې ضد اقدامات د امکان څخه لرې نه وي چې د پروژې پلي کیدلو هم زیان رسولی شي.

د افغانستان د سیاسي ګوندونو په شورا کې د حاجي محمد محقق د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت کوند سربیره، د ډاکټر سید علي کاظمي په مشرۍ د ملي اقتدار ګونداو څلور نور کوچني ګوندونه شامل دي.

د افغانستان د سیاسي ګوندونو په شورا په اعلامیه کې ویل شوي "د دې لپاره چې دا پریکړه د یو ملي کمیسیون د پلټنو په اساس شوې ده چې په کې ټول مسایل د تخنیکي او ملي منافعو، سیاسي او ټولنیزو لوړو ګټو ته په پاملرنې ارزونه شوې چې د همدې دلایلو له امله د حکومت وروستۍ پریکړه هراړخیزه او د قناعت وړ ده ".

دا اعلامیه وایي چې سیاسي عقلانیت دا غوښتنه کوي چې د ټوټاپ پروژې ته په واقعي توګه کتنه وشي او د دغې پروژې بشپړیدل د ملي ګټو په رڼا کې ولټول شي.

ارګ د روشنایي غورځنګ د غوښتنو په ځواب کې ویلي چې د افغانستان د مرکزي سیمو مشران د افغان حکومت د پریکړې ملاتړ کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل چې د مرکزي سیمو مشرانو چې د جمهوري ریاست په ارګ کې غوڼده لرله د کمیسیون له پریکړې یې خپل ملاتړ څرګند کړ او "اوس د دې وخت راغلی دی چې ټول یو بل ته سره لاسونه ورکړي چې بامیان ته بریښنا ورسیږي او دا پریکړه عملي شي" .

د دې اونۍ په سر کې د جمهوررئیس غني له خوا ګمارل شوي کمیسیون د بامیانو پرځای د سالنګ پرلاره د بریښنا د مزي د غځولو په هکله د افغان حکومت د کابینې پریکړه تائیدکړه چې ورسره جمهوررئیس محمد اشرف غني بامیانو ولایت ته د ۳۰۰ کیلو واټه بریښنا د رسولو حکم ورکړ چې د مزي د غځولو کار به د روان کال د سرطان په میاشت کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG