د لاس رسي وړ اتصالات

کړکیچ په کړکیچ کې – افغانستان نه د انسانانو د تیښتې پیسې

  • اکمل داوی

په روان کال کې څه دپاسه ۳۶۰۰ پناه غوښتونکي اروپا ته د رسیدو په لار هلاک شوي دي.

په روان کال کې څه دپاسه ۳۶۰۰ پناه غوښتونکي اروپا ته د رسیدو په لار هلاک شوي دي.

له افغانستان څخه د لسگونو زرو ځوانو نارینو او ښځو په مهاجرت سره داسې ښکاري چې خورا زیاته پانگه هم له دې هیواد څخه بهر وتلې ده. که څه هم چې له افغانستان څخه د غیر قانوني مهاجرتونو د مالي ابعادو دقیقه شمیر تر اوسه په رسمي توگه نه ده خپره شوی، خو گمان کیږي چې په ٢٠١٥ کال کې افغانانو څه دپاسه یو میلیارد ډالر د انساني قاچاق شبکو ته ورکړي دي.

د ملگرو ملتونو سازمان راپور ورکړی چې په روان کال کې شاو خوا دوه سوه زره افغان مهاجر او پناه غوښتونکي د اروپایي اتحادیې ٢٧ هیوادونو ته تللي دي. په دې شمیر کې هغه افغانان نشته چې استرالیا، ایران، ترکیې او نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

د افغانستان اقتصادي منابع

  • ملي ناخالص تولید: ۲۰.۴ میلیارد ډالر
  • د نفر پر سر عاید: ۶۷۰ ډالر امریکایی (۲۰۱۴)
  • نفوس: ۳۱ میلیون (اټکلي)
  • د نفوس کلنۍ وده: ۲.۴ په سلو کې
  • د ژوند وسطي حد: ۶۰ کاله (۲۰۱۲)
  • د ښارونو اوسیدونکي: ۲۴ په سلو کې
  • د بیکارۍ کچه: ۴۰ په سلو کې
  • د سوداگرۍ کسر: - ۸.۲ میلیارد ډالر

(سرچینې: نړیوال بانک او د ملگرو ملتونو سازمان)

افغان مقاماتو ویلي چې څه دپاسه ١٥٠ زره افغانان د ٢٠١٥ کال په یوولسو میاشتو کې اروپا ته مهاجر شوي دي.​

د مهاجرنیو او راستندیونکو وزارت د ویاند اسلام الدین جرات، په وینا په اوسط ډول هر پناه غوښتونکي اروپا ته د سفر لپاره ۷۵۰۰ ډالر لگولي دي. که دغه اټکل سم وي، په روان کال کې له افغانستان څخه د مهاجرت مالي ارزښت په مجموعي توگه یو نیم میلیارد امریکایي ډالرو ته رسیږي.

د جولای په میاشت کې څو تنو مهاجرو د امریکا غږ ته وویل چې اتریش ته د رسیدو لپاره یې قاچاقبرانو ته له شپږو څخه تر لسو زرو ډالرو پورې ورکړي دي.

افغانستان په کال کې د ۲۰.۸۴ میلیارد ډالرو ناخالصو تولیداتو په لرلو سره د نړۍ یو له فقیرو هیوادونو څخه دی چې د شاو خوا دیرش میلیونو وگړو د سړي پر سر یا سرانه عاید یې د ٢٠١۴ کال په اوږدو کې د نړیوال بانک د رپوټ په بنسټ یواځې۶۷۰ ډالره و.

د افغانستان حکومت تر اوسه د غیر قانوني مهاجرت د مالي او اقتصادي زیانونو په اړه په ځانگړې توگه د سږکال په اوږدو کې چې د افغان مهاجرو سیلاب اروپایي هیوادونو ته جاري شوی، کوم رپوټ نه دی خپور کړی، خو جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي دي چې د ځوانانو د فرار د مخنیوي په مقصد په هیواد کې د کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو په لټه کې دی.

د ټولو شتو قمار

د افغانستان د شنونکو د شبکې څیړونکی توماس روتیگ، وایي زیات شمیر افغانان چې مهاجرت ته زړه ښه کوي د خپلو کورنیو ټوله شته د بیرته ترلاسه کولو له ضمانت پرته قاچاقلرانو ته ورکوي.

د ښاغلي روتیگ په وینا "اکثر کورنۍ خپله سپما راټولوي، کور یا خپله ځمکه خرڅوي یا هم پور اخلي" چې خپل ځوانان اروپا ته واستوي.

د نړیوال مهاجرت سازمان د افغانانو د مهاجرت د مالي لگښت په هکله ټاکلې شمېرې نه لري. ددې سازمان ویاند ریچارد دنزیگر، په کابل کې وویل چې ځینې وخت له قاچاق وړونکو سره داسې قرارداد کوي چې نغدې پیسې سمدستي سره نه تبادله کیږي.

په دې ډول قراردادونو کې دغه کسان د لوړ سود سره یوځای د پور په ورکولو ملزم گڼل کیږي یا د یو مشخص کار د ترسره کیدو لپاره – په یو ډول عصري مریتوب – د یو هیواد یو مشخص ځای ته لیږدول کیږي. زیات شمیر افغانان چې په عربي هیوادونو او ایران کې د کار او روزگار په لټه کې دي دې ډول تړونونو ته زړه ښه کوي او په ډیرو سختو شرایطو کې د حقوقي ضمانتونو له درلودلو پرته په شاقه او سختو کارونو گمارل کیږي.

د رپوټونو له مخې په ځنې مواردو کې ښځې او نجونې د جنسي گټې اخیستنې (فحشا) په مقصد پاکستان، ایران، هند او نورو هیوادونو ته قاچاقیږي.

غیر قانوني مهاجرتونه همداشان د جدي خطرونو سره یوځای دي او په سلگونو پناه غوښتونکي د نړیوالو اوبو څخه (سمندرونو) د تیریدو په وخت او د هیوادونو پولو ته نژدې سیمو کې هلاکیږي.

تیره میاشت د یوې کورنۍ څلور غړي چې د کندهار ولایت څخه یې غوښتل اروپا ته لاړ شي د ترکیې په اوبو کې غرق شول. ددې٣ کورنۍ یو خپلوان د امریکا غږ ته وویل چې هغوی اروپا ته د رسیدو لپاره قاچاقبرانو ته ۲۰ زره ډالر ورکړي وو.

آزاد قاچاقبران

که څه هم چې افغانستان د انسانانو د قاچاق د منع نړیوال کنوانسیون ته متعهد دی خو حکومت په عملي توگه په دې هکله د پام وړ فعالیتونه نه دي کړي.

د انساني قاچاق په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په کلنیو رپوټونو کې د افغانستان نه د "تیریدو او مقصد او منبع" په توگه نوم اخیستل شوی دی.

ددې لړۍ په یو نوي رپوټ کې د انسان د قاچاق په وړاندې د مبارزې لپاره د حکومت د سیاسي تعهد د نه شتون او حتی په دې کار کې د چارواکو د لاس لرلو یادونه شوې ده.

په اکثرو مواردو کې قاچاقي ډلې په کابل او د افغانستان په ولایتونو کې فعالیت کوي.

یونان ته د مهاجرو د تگ لار

یونان ته د مهاجرو د تگ لار

ددې ډلو یو شمیر یې د "سیاحتي شرکت" تر نوم لاندې کار کوي او د زرگونو ډالرو په اخیستو سره خلک ایران، ترکیې او اروپایي هیوادونو ته رسوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د مهاجرینو د چارو وزیر ویلي دي چې ډیر ژر به د انسان قاچاق په قاچاق ضد قانون کې "جرم" وگڼل شي او د قانون د پلي کولو ارگانونه به د قاچاقبرانو سره قانوني چلند وکړي.

د استعدادونو فرار

د اروپایي اتحادیې د شمیرو اداره (ایروستات) رپوټ ورکوي چې د ۷۰ فیصدو افغان پناه غوښتونکو څخه چې ددې اتحادیې په ٢٧ غړو هیوادونو کې یې پناه غوښتې عمر یې د ۱۲څخه تر ٣٥ کالو پورې دی.

پناه غوښتونکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د کار او فعالیت په وجه له گواښ سره مخامخ وو. ویل کیږي چې ددې پناه غوښتونکو ځوانانو یو شمیر یې باسواده او روزل شوي دي او افغانستان د هغوی استعدادونو او قوت ته سخته اړتیا لري.

د توماس روتیگ په وینا "له هیواد څخه د زیات شمیر افغانانو تیښته د مغزونو د فرار ښکارندوی کوي خو دغه بهیر همداشان پر موجوده حکومت باندې د باور د کمیدو څرگندونکی هم دی".

د پناه غوښتونکو سیلاب د افغانستان حکومت هم اندیښمن کړی دی او جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي دي چې ځوانانو ته د ښه فرصتونو د رامنځ ته کولو هڅه کوي چې د هغوی د مهاجرت مخه ونیول شي.

اروپائیانو د سلگونو زرو مهاجرو ورتگ ته چې په عمومي توگه افغانان، سورییان او عراقیان دي اروپا ته د مهاجرت د کړکیچ" نوم ورکړی دی. د ځوانو استعدادونو او د میلیونونو ډالرو پانگې فرار په حقیقت کې هغه جدي کړکیچونه دي چې دغه درې کړکیچ ځپلي مسلمان هیوادونه ورسره لاس او گریوان دي.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG