د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د ولیبال پر لوبې ځانمرګی برید شوی


برید د پکتیکا په خیر کوټ ولسوالۍ کې شوې ده.
برید د پکتیکا په خیر کوټ ولسوالۍ کې شوې ده.

د پکتیکا د خیرکوټ په سیګانه سیمه کې یو ځانمرګی برید شوی دی چې لږ تر لږه لس تنه په کې وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل دي.

برید مازدیګر ناوخته د ولیبال د دوو سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ لوبې پر مهال شوی دی، د وژل شویو او ژوبل شویو د شمېر په اړه ضد او نقیص ارقام ورکول کیږي.

په سیمه کې یو قومي مشر محمد نعیم د امریکا غږ ته وویل چې په وژل شویو کې اووه ماشومان دي. ښاغلي نعیم وویل برید کوونکی په یو موټر سایکل سپور و او د لوبې ډګر ته یې نژدې ځان والوزوه.

دی وايي په پېښه کې ۲۷ تنه نور ژوبل شوي چې شاوخوا ۱۲ یې ماشومان دي چې د لوبې لیدو ته تللي وو.

قومي مشر محمد نعیم وايي د لوبې میدان ته نژدې نه کوم افغان چارواکي و، نه کومه حکومتي ودانۍ او نه هم د ده په ټکو کوم مقام د لوبې لیدو ته ورغلی وو.

د خیر کوټ په ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو د روغتون یو چارواکي امریکا غږ ته وویل چې دوی ته د پنځو کسانو مړي او څه باندې ۳۰ زخمیان وروړل شوي دي.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي چې په مړو کې دوه ماشومان هم دي.

د پکتیکا د ولایتي شورا مشر افسر خان د امریکا غږ ته وویل چې د یو شمېر زخمیانو حالت ښه نه دی.

ده وویل له کابل نه څلور څرخي الوتکې غوښتل شوي چې زخمیان د کابل روغتونونو ته انتقال کړي.

طالبان وايي دا برید دوی نه دی کړی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا دغه برید د افغانستان وسله والو مخالفینو کړی دی، چې هدف یې طالبان دي.

تېر کال د پکتیکا په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د ولیبال د لوبې پر مهال هم یو ځانمرګی برید شوی و چې،۶۴ کسان یې ووژل او تر۹۰ زيات یې ټپيان کړل.

وژل شوي او ژوبل شوي ډېر تنکي ماشومان او ځوانان وو چې د لوبې ننداره یې کوله.

XS
SM
MD
LG