د لاس رسي وړ اتصالات

د سرپل په ولایت کې بمي چاودنې ۴ ملکیان وژلي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې د سر پل په ولایت کې یو امبولاس موټر چې یوه امیدواره میرمن یې روغتون ته انقتالوله، د سړک غاړې پر یوه بم وربرابر شوی دی له امله یې میرمن او د هغې د کورنۍ ۳ نور غړي وژلي دي.

ددې پېښې سره په یوه ورځ کې په افغانستان کې د یاغیانو په لاس ټولټال ۹ ملکي افغانان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت په بیانیه کې راغلي دي چې وژل شوي کسان دو تن ماشومان او دوې میرمنې وې. په په پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG