د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کې په چاودنه کې ۱۷ کسه ټپي شوي


د افغانستان په ختیځ کې په چاودنه کې ۱۷ کسه ټپي شوي
د افغانستان په ختیځ کې په چاودنه کې ۱۷ کسه ټپي شوي

افغان چارواکي وایي چی د افغانستان په ختیځ کی په یوه مسجد کی د بم چاودنه شوې، لږترلږه ١٧ کسه یې زخمي کړي دي چی په زخمیانو کی د پارلمان یو کاندید هم شامل دی.

چارواکو وویل چی دا چاودنه نن د جمعې په ورځ د خوست په ولایت کی هغه وخت وشوه چی سیدالله سید په دې مسجد کي انتخاباتي مبارزه کوله.

د افغانستان د پارلماني انتخاباتو په جریان کي چی د سیپټامبر په میاشت کي شروع کیږي، د امنیت ساتل ترټولو مهمه مساله ده.

له بلي خوا ناتو ویلي دي چی افغان او نړۍ والو گډو قواوو د کندهار، غزني، هلمند او ننگرهار په ولایتونو کي د عملیاتو په وخت څوتنه یاغیان نیولي دي چی په هغو کي د طالبانو یو لوی قوماندان هم شامل دی.

ائتلاف دا هم ویلي دي چی افغان قواو پرون د کندهار د ولایت د سپین بولدک په ولسوالي کي تقریبا ٢٠٠٠ کیلوگرامه امونیم نایټریټ، ٥۴٠٠ برقي فیوزونه، ٣٢٠٠ میتره د چاودني سیمونه او ٢٧٥ کیلوگرامه باروت پیداکړي دي.

ناتو وویل چی ددغه مقدار امونیم نایټریټ او باروتو نه څه دپاسه ١٠٠ د سړک د غاړو بمونه جوړیدلای سی.

XS
SM
MD
LG