د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي چې د جومات په چاودنه کې ۷ ملکي کسان وژل شوي


آرشیف
آرشیف
افغان چارواکي وايي د بم په یوې چاودنې کې چې په یو جومات کې شوې ۷ ملکي کسان وژل شویدي. دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې دغو ولسي خلکو ددې جومات نه د څلورو یاغیانو مړي چې بیگا د ناټو او افغان قواوو په گډو عملیاتو کې وژل شوي وو، را ایستل.


د وردګو په ولایت کې چارواکي وايي دا ولسی خلک نن د یکشنبې په سهار د کلي په جومات کې د حملې نه وروسته ووژل شول.


د وردگو د والي نطاق وویل دغو یاغیانو د بمونو ډک واسکټونه اغوستي وو، خو سمدستي دا نده څرګنده چې دا چاودنه ولي وشوه چې دا یاغیان په کې ووژل شول.


د شپې عملیات او د ولسي خلکو تلفات، د کابل د مقاماتو او د هغو د غربي ملاتړ کوونکو ترمنځ د اختلافونو یوه غټه وجه ده او د پراخو احتجاجونو او تشدد سبب شویدي.
XS
SM
MD
LG