د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام ته د سپکاوي له امله د بخښنې غوښتنه


د افغانستان اکسپرس د ورځپاڼې د جنجالي مضمون د خپرولو ګڼه
د افغانستان اکسپرس د ورځپاڼې د جنجالي مضمون د خپرولو ګڼه

د افغانستان اکسپرس په نوم یوه ورځ پاڼه چې له کابل نه په انګلیسي ژبه خپریږي د یو مضمون د خپرونو له امله چې ویل کیږي پکې د اسلام مقدس دین او د مسلمانانو پیغمبر ته سپکاوی شوی دی او په افغانستان کې سخت عکس العملونه راپارولي، په رسمي ډول بخښنه غوښتې ده.

افغانستان اکسپرس ورځپاڼې لیکلي دي چې ددغې ورځپاڼې کارکوونکو د سهوې او غفلت او یا هم په انګلیسي ژبه د بشپړ نه تسلط له امله دا مضمون په سمه توګه نه دی لوستی او خپور کړی دی.

د ای جی اهوار په نوم چې کیدای شي مستعار نوم به اوسي د افغانستان اکسپرس د تیرې جهارشنبې د ورځې په ګڼه کې ددې مضمون لیکونکي طالبان او د اسلامي دولت ډله د یو بیرق لاندې د نورو ادیانو پر وړاندې نه زغم لرونکې ډلې بللي دي.

همدا شان ددغه مضمون لیکونکي د مسلمانانو مقدس کتاب قران شریف ته د یو زوړ او بې خونده ناول نوم ورکړی دی.

د پخوانیو مجاهدینو یو مشر استاد عبدالرب رسول سیاف ددغه مضمون پر وړاندې سخت عکس العمل څرګند کړی دی او په یوې اعلامیه کې یې چې په کابل کې رسنیو ته استولې ددغه مطلب لیکونکی "مرتد او بې دین" بللی او ویلي دي چې هغه د الله تعالی د ذات او د مسلمانانو د پیغمبر پر وړاندې "بې ادبه او کفري " جملې کارولي‌ دي.

استاد سیاف په دغه بیان کې ویلي دي چې تمه لري‌ چې د افغانستان اسلامي دولت به دغو بې دینه او مرتدو جنایت کارانو ته د سزا ورکولو په برخه کې څه تصمیم نیسي.

په عین وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر سید مخدوم رهین امریکا غږ آشنا راډیو سره په خپرو کې وویل چې د افغانستان د رسنیو قانون د اسلام دین او مقدساتو ته سپکاوی او د خلکو پروړاندې افترا او تهمت منع کړي دي او ددغه شان موضوعاتو خپرول د قانون په خلاف دي.

ښاغلي رهین وویل چې تراوسه دغه مضمون په باب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره کوم شکایت ثبت شوی نه دی،‌ خو هغه وویل چې ډیر ژر به دغه مسله وڅیړي او په اړه به یې اقدامات وکړي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې هم د نافذو قوانینو ته درناوی د رسنیو عمده مسولیت ګڼي.

د" نی " په نوم د رسنیو د ملاتړ یوې ادارې یو چارواکی صدیق الله توحیدي د رسنیو د قانون ۴۵ مادې ته په پاملرنې وايي چې ددغه قانون له مخې هیڅ یوه رسنۍ هم د اسلام دین د اصولو او احکامو په خلاف د خپرونو حق نه لري.

افغانستان اکسپرس وايي چې دغه مضمون دغې ورځپاڼې ته په بهر کې د دیره ددغې ورځپاڼې د یو قلمي همکار لخوا استول شوی دی.

افغانستان اکسپرس وايي ددغې ورځپاڼې قلمي همکار په تیر وخت کې تل دوی ته ښه مضمونونه استول چې ددغه مضمون د لیکونکي تیر اعتبار له امله ددغې ورځپاڼې کارکوونکو د هغه دغه جنجالي مضمون ته لازمه پاملرنه نه ده کړې او خپور کړی یې دی.

خو ښاغلي توحیدي امریکا غږ ته وویل دی باور لري چې ددغه مضمون لیکونکی په افغانستان کې وو او د مضمون د خپریدو وروسته پاکستان ته تښتیدلی او د توحیدي په وینا کیدی شي اوس یې په پاکستان کې د کوم لویدیځ هیواد څخه د پناه غوښتنه کړي اوسي.

XS
SM
MD
LG