د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې یوه ټولنه له ښځینه انجینرانو سره کار موندلو کې مرسته کوي


د افغانستان د ښځینه انجینیرانو ټولنه چې درې کاله کیږي په کابل ښار کې فعالیت کوي وايي، که څه هم په افغانستان کې د ښځينه انجینرانو شمیر خورا کم دی، خو بیا هم دغې ټولنې تر دې مهاله لسګونو انجینرانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د دې ټولنې مشرې انجینرې ذکیې وردګ امریکا غږ اشنا ته وویل، د دوی ټولنه په دې هڅه کې ده چې ښځینه انجینیرانو ته لا زیات کاري فرصتونه برابر کړي.

میرمن وردګ زیاته کړه چې د دوې ټولنه اوسمهال پنځه شپیته غړي لري او په دې درې کلونو کې یې ګڼ شمیر میرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

هغې وویل، د ښځینه انجینرانو د کاري فرصتونو په اړه څو وارې له لومړۍ میرمنې سره هم مجلسونه کړي دي.

آغلې وردګ وویل "څو ځلې له لومړۍ میرمنې- د ولسمشر له میرمن- سره په تماس کې شوې یم چې د ښځینه انجینیرانو لپاره یوه کاري ساحه منځ ته راوړو او هغه ښځې چې په انجینري برخه کې سوداګري کوي د دوې د پاره باید یوه خاصه بودیجه باید د دوې د پاره جوړه شي".

میرمن وردګ زیاته کړه چې امنیتي او دودیزې ستونزې د افغان ښځینه انجینرانو پر مخ اساسي ستونزې وبللې او د دارلامان ماڼۍ د بیا رغونې په اړه چې شل افغان انجینرانې میرمنې پکې کار کوي وویل"په دې ماڼۍ کې انجینرانو ته خاصه توجه شوې ده او که د کابل او افغانستان په نورو سیمو کې هم داسې د ښځینه انجینرانو د کار لپاره پاملرنه وشي نو دا به ښځینه انجینرانو ته یوه انګیزه وي چې له کورو څخه راووځي او عملا ساحه کې کار وکړي".

افغانه انجینره فرشته چې دارلامان ماڼۍ کې عملا په کار بوخته ده وایي "کله چې ساختماني انجینري ته کامیابه شوم خلکو به ویل چې په دې برخه کې کار نشته".

خو هغې وویل، چې اوس ښه دنده لري او له خپل کار څخه خوښه ده.

په ټول افغانستان کې د ښځینه انجینرانو د کره شمیرې په اړه ارقام نشته، خو د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وایي، چې یواځې له دغه وزارت سره ۱۲۰ انجینرانې په کار بوختې دي چې اوه یې په ولایتونو کې کار کوي.

د دې وزارت ویاندې نیلوفر لنګر امریکا غږ ته وویل "په ښار جوړونې وزارت کې ښځینه انجینرانې اوسمهال یو سلو دیارلس تنه دي او هغه ښځینه انجینرانې چې په ولایاتو کې کار کوي اوو نفرو ته یې شمیره رسیږي موږ د ښار جوړونې وزارت په چوکاټ کې یو سلو شل ښځینه انجینیرانې لرو".

د ښځینه انجینرانو د ټولنې مسولین وایي چې په ټولنه کې د دودیزو او امنیتي ستونزو له امله اکثره ښځینه انجینرانې تر ډیره د نقشو د ډیزاین او طرحه کولو په چارو بوختې دي او له دفترونو څخه بهر په کاري ساحه کې پراخه ونډه نلري.

خو په دې ورستیو کې د لومړي ځل لپاره له شلو زیاتې ښځینه انجینرانې په ډله ایزه توګه کاري ساحې ته ووتلې او د دارالامان ماڼۍ په بیا رغونه کې یې ونډه واخیسته.

XS
SM
MD
LG