د لاس رسي وړ اتصالات

د حکومتي مامورینو په اړه د مالیې د وزیر اندیښنه


Afghan finance minister
Afghan finance minister

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي زورواکو سره د دغه وزارت د یو شمیر مامورینو او په ځانګړې توګه د عایداتي ادارو د مامورینو اړیکې د خپل وزارت له عمده ستنوزو شمیري او وایي، د تیرکال اقتصادي رکود اغیزه د سږکال په بودیجه ډیره احساس کیږي.

د مالیې وزیر نن د خپل وزارت د سلو ورځو د کاري پلان د وړاندې کولو په وخت خبریالانو ته وویل،د تیرکال اقتصادي ستونزې د سږني کال د بودجې د کسر سبب شوی دی.

ښاغلي حکیمي وویل "د تیرکال سیاسي او امنیتي وضیعت ناڅرګندتیا چې د اقتصادي رکود او په پانګه اچونه یې منفي اغیزې وکړې دا اغیزې زمونږ په بودجې سږکال عملآ څرګندې دي، په تاسف سره تیرکال زمونږ بودیجه غیرواقعې اود سیاسي انګیرنو له مخې جوړه شوې وه".

د افغانستان سږنۍ ملي بودجه اته میلیارد ډالرو ته رسیږي چې ۴.۹ یې عادي او پاتې نوره یې انکشافې بودجه ده.

سږکال د افغانستان د بودجې کسر درې اویا میلیونه ډالرو ته رسیدلی دی.

د مالیې وزیروویل چې د تیرکال د انکشافې پروژو قرضونو سپارل د روان کال د بودجې د کسر یوه برخه جوړوي.

ښاغلي حکیمي وویل، چې کله ده په کار پیل وکړ د دولت بودجه کې ډیر څه نه وو پاتې.

هغه وویل چې د مالیې د وزیر په توګه د ټاکل کیدو وروسته يې افغانستان او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د ښه کیدلو لپاره هڅې کړي دي.

ښاغلي حکیمي وویل چې نړیوال بانک افغانستان سره په راروانو دریو کلونو کې د درې میلیارد ډالرو، امریکا متحده ایالاتو اته سوه مییلونو ډالرو او برتانیا د پنځه سوو میلیونو امریکایي ډالرو مرستې ژمنې کړې دي.

د مالیې وزیر د خپل وزارت د ستونزو د یادونې په وخت وویل چې په دغه وزارت کې د یو شمیر هغو مامورینو شتون چې د حکیمي په وینا د نفوذ لرونکو کسانو سره نږدې اړیکې لري په وزارت کې دننه ده ته ستونزې را ولاړې کړي دي.

ښاغلي حکیمي وویل "په مرکز او ولایتونو کې د نفوذ لرونکو سره د مامورینو په ځانګړي ډول په عایداتي ادارو کې اړیکې زمونږ یوه بله اساسي ستونزه ده".

د افغانستان د مالیې وزیر د خپل کار په لومړیو ورځو کې د مالیې په وزارت کې د ښځو د استخدام د مسلې یادونه وکړه وویل چې په لومړیو سل ورځو کې به سل ښخې په دغه وزارت کې په کار وګماري.

هغه وویل چې تراوسه څلویښت ښځې په دندو ګمارل شوي دي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د اوږدیدو له امله ددغه هیواد ملي عواید هم د اوړم کال په پر تله کم شوي وو.

خو د مالیې وزیر وایي، نیت یې کړی دی چې سږکال د عوایدو د راټولولو کچه د تیرکال په نسبت لس فیصده زیاته کړي.

د مالیې وزیر وویل چې د عوایدو د راټولولو په چارو کې یې د شفافیت لپاره یو لړ پروګرامونه د وزارت دننه او بهر پیل کړي دي .

هغه په الکټرونیکي توګه د سوداګرو له خوا په ګمرکونو کې د مالونو د محصول ورکول د عوایدو د ټولو په برخه کې د یو نوي اقدام په توګه یاد کړ او وې ویل چې دا کار عملآ پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG