د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان فوټبال لوبډلې پخوانی روزونکی څنګه له دندې ګوښه شو؟


شګرت: "کله چې یوه لوبغاړي ته د فوټبال د نړیوالې شورا لخوا اجازه نه ورکول کیږي هغه لوبه نه شي کولی."
شګرت: "کله چې یوه لوبغاړي ته د فوټبال د نړیوالې شورا لخوا اجازه نه ورکول کیږي هغه لوبه نه شي کولی."

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی روزونکی پیټر شګرت وایي چې ده د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې خپله دنده نه وه پرې ایښې، بلکې افغان فوټبال فدراسیون په غیر قانوني ډول هغه له خپلې دندې ګوښه کړ.

شګرت چې د چهارشنبې په ورځ یې [ اپریل ۵]په کابل کې په یوه مطبوعاتي غونډې کې خبریالانو ته خبرې کولې هېله وښوده چې د افغانستان د فوټبال په اداره کې د پام وړ بدلون راشي.

روزونکي پیټر شګرت وویل چې د فوټبال فدارسیون سره یې هغه وخت ستونزه پیدا کړه چې په یوې بهرنې لوبې کې یې د ذهیب امیري په نوم د یوه لوبغاړي له شمولیت سره مخالفت وکړ. د پېټر په وینا د فدراسیون مسؤلین ټنیګار کاوه چې امیري دې په هغې لوبې کې چې په تاجکستان کې ترسره شوه، ولوبیږي.

د شګرت په وینا "کله چې یوه لوبغاړي ته د فوټبال د نړیوالې شورا لخوا اجازه نه ورکول کیږي هغه لوبه نه شي کولی."

د افغانستان د فوټبال فدراسیون بیا د پخواني روزنکي ادعا ردوي او وایې چې شګرت له فدراسیون سره د خپل قرارداد پر خلاف، دنده پرېښوده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال، سید علي رضا آغازاده په وینا شګرت د تاجکستان په لوبو کې د افغان لوبډلې ملتیا ونه وکړه.

د فوټبال فدراسیون ټاکنې

د افغانستان د فوټبال فدارسیون ریاست ته یو نوماند، هارون پوپل وایې چې ډیر ژر دې د فوټبال فدراسیون رئیس د انتخاباتو له لارې وټاکل شي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د ریاست ټاکنې د سې شبنې په ورځ [اپریل ۴] شوې وای خو د فدارسیون مسؤولین وايي چې دوی به د فوټبال نړیوالې شورا له استازو سره تر لیدنې وروسته د اپریل میاشتې په نیمايي کې د انتخاباتو نېټه مشخصه کړي.

XS
SM
MD
LG