د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیاوال:د ځنګلونو په ساتنه کې راسره مرسته وکړئ


پکتيا د افغانستان د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه ګڼل کېږي. که څه هم د پکتيا د ځنګلونو زياته برخه له منځه تللې، خو اوس خلک د خپلو سيمو د ځنګلونو د بيا احيا کولو په هڅه کې دي.

په همدې حال کې ددې ولايت د اريوب ځاځيو ولسوالۍ اوسېدونکي د ځنګلونو د احيا لپاره په دغې ولسوالۍ کې د منډيېر په نوم د پخوانۍ پروژې بيا پرانستل مهم او اړين بولي.

منډيېر پروژه، چې پخوا وختونو کې جرمنيانو پرمخ وړله، په مسلکي توګه يې د ځنګلي ونو د روزنې ترڅنګ خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي وو، خو د المانيانو تر وتلو را وروسته غيرفعاله پرته ده.

اجميرځلاند د يادې شوې سيمې اوسېدونکی دی. هغه وايي: ”که چېرې دا پروژه بيا فعاله شي، يوې خوا به ځوانانو ته د کا زمينه برابره شي او بله خوا د ونو په شنه کېدو سره د ټول هېواد لپاره اقتصادي اهميت لري‟.

منډيېر په اريوب ځاځي ولسوالۍ کې په ځنګلي ونو د پوښل شوي لوی غره نوم دی. له دې غره څخه په شاوخوا ولسواليو کې د ځنګلونو د ودې او پراختيا لپاره کار اخيستل کېده.

د سيمې د اوسېدونکو په وينا، که دولت د يادې شوې پروژې د بيا فعالولو نيت ولري، په ډېر کم لګښت يې بېرته فعالولی شي، ځکه زمينه پوره ورته برابره ده.

يو سپين ږيری وايي ”څوارلس کاله کېږي، چې مرکز حکومت له موږ سره وعدې کوي، خو يوه يې هم نده پوره کړې. هيچا راسره همدردي نده کړې. وايې، نن سبا، نن سبا، خو تر اوسه مو څه ونه لېدل‟.

د ځاځي اريوب د قومي شورا مشر انورصديقي وايي، چې د قطع شويو ځنګلونو په ډېری برخو کې د چارمغز او جلغوزيو ونې کېنول شوي. د هغه په خبره خواري يې کمه او محصولات ډېر ترلاسته کوي.

نوموړي وويل امريکاغږ ته وويل ”ځنګل وهنه نشته، خلک پوهېدلې دي، چې ځنګل تاوان لري. په قوم او کليو کې تړونونه شوي دي، چې ځنګلونه بايد قطع نه شي او ساتنه يې وکړي‟.

د ځاځي اريوب ولسوال مسعود حيدري بيا وايي، چې نه يواځې د منډه يېر د ځنګله پروژې، بلکې په مجموع کې د ټولو ځنګلونو د احيا په برخه کې يې د سيمې د خلکو غږ تر جګپوړو مسوولينو رسولی دی.

”غوښتنې مو څوځلې کړې دي، چې دا پروژه فعاله شي او ساتونکي هم راکړي. د دې پروژې په فعالېدو سره به د خلکو په اقتصاد کې هم مثبت بدلون رامنځته شي‟.

د دې ترڅنګ د پکتيا هغه سيمې چې بيا احيا شوي او يا پخواني طبيعي ځنګلونه لري، د خورا زړه راښونکو منظرو په لرلو سره د سياحت لپاره هم مناسبې سيمې بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG