د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه وايي د طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي


فرانسه وايي د طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي
فرانسه وايي د طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي

د فرانسې ددفاع وزیرنن د امریکا د هغو هلوځلو چې غواړي د طالبانوسره د سولې خبري پیل کړي، ملاتړ وکړ او وېویل چې د افغانستان نه بهر د طالبانو د ارتباطي دفتر د پرانیستلو پیشنهاد به په دغه افراطي اسلامی غورځنگ کې ، هغو کسانو ته لاره پرانیزي چې غواړی سیاسي دریځونه بیان کړي.

د قطر په پایتخت دوها کې، طالبانو ته د سیاسي دفترد پرانیستلو دغه نظر، د هغوهلوځلو مهم اوبنیادي ټکی دی چې د سولې خبرو ته د طالبانود غورځنگ د کښینولواو د څه باندی لس کلن جنگ د ختمولو دپاره ورکړل شویدی.

جراردلانگوي د فرانسوی عسکرو سره د لنډې لیدنې کتنې په پای کې په وینا کې وویل چې د ولسمشر حامد کرزي نه یې د دې نظر په باره کې پوښتنې کړي دي.

کرزي ورته په دوها کې د دغسي یوی لارې پرانستلو دلایل بیان کړل او وېویل چې په دوها کی به طالبان چې غواړي خپل نظر بیان کړي، کولی شي چې خپل دریځ بیان کړي او د افغانانو سره ، یا د ایتلاف د غړو سره وگوري.

ښاغلي لانگوی وویل داسي ښکاری چې د حکومت ضد قواوو ترمنځ یوه برخه ده چې اراده لري چې دا توضیح کړي چې څه غواړي. مونږه باید هیڅکله دغه ور و نه تړو.

ددې اونۍ په پیل کی یو عالي رتبه امریکایي مامور اسوشیټد پریس خبري اژانس ته وویل چې واشنگتن پلان لري چې په اروپا او د فارس د خلیج په هیواد ، قطر کې په راتلونکي کې د طالبانوسره مخفی خبرو ته ادامه ورکړي.

لانگوي وویل د اعتبار د کیدو دپاره په اقداماتو کې د طالبانو د دفتر پرانستل او په گوانتانامو کې ، د امریکا د نظامي بند نه د پنځو افغان بندیانو خوشی کول شامل دي چې فکرکیږي د طالبانو خلک دی .

لانگوی وویل د افغان امنیتي قواوو کارونه ښه شویدي اوهغوی ته د امنیتی مسولیتونو د انتقال چارې ښې پرمخ ځي او دی په دی خوښ دی.

ناټواوافغان حکومت، توقع لري چې د چارو د مسولیتونو انتقال تر دوه زره اوڅوارلسم کال پوري چې بهرنۍ قواووې د افغانستان نه وځي، بشپړ شي. اوس نږدې درې زره شپږ سوه فرانسوي عسکر په افغانستان کې د ناټو په قواوو کې په خدمت بوخت دي.

د بلي خوا نه اسوشیټډ پرس خبري اژانس وویل چې د ناټو بیانیه وایي چې ی وپرسونل یی په یوې غیرمحاربوي پیښی کې وژل شوی دی.

په دغه بیانیې کی راغلي دي چې دا پیښه پرون شویده خو د پیښې د نوروجزییاتو په هلکه یې څه نه دي ویلي.

ددغه کس په مړینی د دسمبرپه میاشتی کی د ناټو د عسکرو د مړو شمیر ٢٨ تنو ته ورسیدی او په دوه زره او یوولسم کال کې د ناټو د عسکرو د مړو شمیر ٥۴۴ کسه شو.

د دوه زره لسم کال په پرتله په دوه زره او یوولسم کې د ناټو د تلفاتو کلنی شمیر کم دی . په دوه زره اولسم کال کی په افغانستان کی د ناټو ٧٠٠ عسکر وژل شوی وو.

د مرگونو په شمیر کې د کمي با وجود ، دوه زره او یوولسم کال ، د ناټو د قواوودپاره دویم خونړی کال و چې په تیرو لس کالونوکی ، په یو کال کی هم دومره عسکر نه وو وژل شوي.

XS
SM
MD
LG