د لاس رسي وړ اتصالات

هولانډې: فرانسه به سږکال عسکر وباسي خو افغانستان ته به ژمن پاته شي


د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډې وايي چې پلان لري د روان کال تر پایه پوري خپل ټول ۲۰۰۰ محاربوي عسکر د افغانستان څخه وباسي خو فرانسه به د جګړه ځپلي افغانستان څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

ولسمشر هولانډې افغانستان ته خپل د یوه نا اعلان شوي سفر په لړ کې وویل چې ۱۳۰۰ فرانسي عسکر به په افغانستان کې پاته شي چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د ښوونې او روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي هولانډې وویل چې خپل ځواکونه به د ناټو او افغان حکومت سره د نږدې همږغۍ له لاري وباسي.

ولسمشر هولانډې دغه څرګندونې نن د جمعې په ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د لیدو کاتو پر مهال وکړې. په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د فرانسې ولسمشر وویل چې فرانسه به بیا هم په افغانستان کې حضور ولري خو د پخوا په پرتله به یې په نقش کې بدلون راشي او د نظامي اړخ پرځای به پر ملکي برخې باندي تمرکز زیات کړي.

د ورځې په پیل کې ښاغلی هولانډې د کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ کې د میشتو فرانسوي سرتیرو سره لیده کاته وکړل. هغه د فرانسوي سرتیرو نه ددوي د خدمت په خاطر مننه وکړه او وېویل چې د افغانستان نه هرډول وتل به ناټو د ملګرو هیوادونه سره همږغي کړل شي.

د ولسمشرۍ دپاره د کمپاین پر مهال ښاغلي هولانډې ژمنه کړې وه چې فرانسوي عسکر به له افغانستان څخه د خپل سیال پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي په مقایسه یو کال مخکي یعنی د ۲۰۱۲ کال په پای کې راوباسي.

فرانسه په افغانستان کې ۳۳۰۰ عسکر لري. د ۲۰۰۱ کال راهیسي تر اوسه پوري په افغانستان کې ۸۳ عسکر وژل شوي دي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د ناټو ټول محاربوي عسکر له افغانستان څخه ووځي.

د یوه بل خبر له مخې نن د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د بمي چاودنو له امله لږ تر لږه ۳ کسه وژل شوي دي او نه کسه نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG