د لاس رسي وړ اتصالات

د فولبرایت تحصیلي بورسونو کې ٥٠ فېصده زیاتوالی راغلی


د فولبرایت د تحصیلي بورسونو لړۍ د دسمبر په لسم پیل او د راتلونکي میلادي کال د مارچ تر شلمې پورې دوام لري.

د فولبرایت د تحصیلي بورسونو لړۍ د دسمبر په لسم پیل او د راتلونکي میلادي کال د مارچ تر شلمې پورې دوام لري.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفارت چارواکي وايي‌ چې دوی به سږکال اتیا تنو ته د ماسترۍ او دوکتورا په برخه کې په امریکايي پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

د امریکا د سفارت چارواکي زیاتوي چې په غو اتیا تنو افغان محصلینو کې نجونې هم شاملې دي.

پخوا دغه شمیره نږدې شپیته وه، خو د امریکا متحدو ایالتونو ته د جمهور رئیس غني د سفر په ترڅ کې او د هغه په غوښتنه د فولبرایت بورسونو په شمیر کې پنځوس فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د امریکا سفیر مایکل مکینلي وایي "د سختدریځې د مفکورې په وړاندې د مبارزې لپاره او د دوه اړخیزه پوهاوي په برخه کې زده کړه مرکزي رول لري او د فولبرایت پروګرام د دغو هڅو سره مرسته کوي."

د فولبرات د تحصیلي بورسونو لړۍ له کال ۲۰۰۳ میلادي څخه راپدیخوا د نړۍ د نورو هیوادونو ترڅنګ افغانانو لپاره هم پیل شوې ده.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې د فولبرایت په مټ تر اوسه په لسګونو ځوانانو د امریکا په بیلابیلو پوهنتونونو کې زده کړې کړي دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیره وایي "ددغه پروګرام له پیل څخه تر اوسه د فولبرایت زیات شمیر زده کوونکي بیرته هیواد ته راستانه شوي او په بیلابیلو دولتي او نا دولتي ادارو کې کار کوي."

د ځوانانو هیلې

جاوید سمسور یو له هغو افغان ځوانانو څخه دی چې په امریکا کې یې د فولبرایت تحصیلي بورس له لارې ماسټري اخیستې ده.

ښاغلی سمسور چې اوس په افغانستان کې د مشورې ورکولو د یوه مرکز مشري په غاړه لري وایي "زما په ژوند کې یې واقعآ ډیر تغیرات راوستل، زما په آند په نړیواله کچه فولبرایت د بهترینو سکالرشیپونو له ډلې څخه دی."

د لیسانس د دورې سند، د ټافل پنځه اویا نمرې او افغاني تابعیت د فولبرایت تحصیلي بورس ترلاسه کولو لپاره مهم ټکي‌ دي، خو جاوید سمسور وايي چې ددغه بورس څخه ګټه اخیستلو په صورت کې د افغان ځوانانو راتلونکې روښانه ده.

ښاغلی سمسور زیاتوي "زه له دوه زره لسم څخه تر دوه زره دیارلسم پورې په امریکا کې وم او په همدې فکر باندې بیرته افغانستان ته راغلم چې وکولای شم جامعې ته خدمت کړم زما په خپله هم نورو ځوانانو ته همدا پیغام دی چې راتلونکې مو روښانه ده چې یو ځای سره کار وکړو او کله چې په دغه پروګرام کې ونډه اخلو بیرته باید راشو او هغه خدمت چې پر موږ واجب دی، ترسره یې کړو".

همداشان یو شمیر نور ځوانان د فولبرایت لپاره تیارۍ نیسي. احسان الله همدوش یو له هغو ځوانانو څخه دی چې سږکال به د فولبرایت په پروګرام کې ګډون وکړي "له هغو وړتیاوو څخه چې هلته ترې ګټه اخلو بیرته خپل هیواد ته راشو او د وطن بچیان وروزو".

خو له دې ټولو سره سره په افغانستان کې د کار نشتوالی، له تحصیلي دورې څخه وروسته د کدرونو نه جذبیدل او ناامني هغه څه دي چې اندیښنې هم ورسره مل دي.

چارواکي وايي د فولبرایت تحصیلي دورې له بشپړیدو څخه وروسته یو شمیر افغانان زړه نه ښه کوي چې بیرته افغانستان ته راشي او دا په اوږدې مهال کې به د فولبرایت په بهیر بده اغیزه وکړي.

د افغانستان د فولبرایت د انجمن مشر، روح الله امین وایي "یو شمیر کسان چې هر کال ځي بیرته نه راځي او دا دې تحصیلي بورسونو ته لویه ضربه ده، ځکه که د پاتې کیدونکو شمیر زیات شي کیدای شي‌ دا تحصیلي بورسونه پر افغانسان بند شي او که دا بورسونه ودریږي زموږ هیواد لپاره به نه جبران کیدونکی زیان وي."

د فولبرات تحصیلي پروګرام هر کال نږدې اته زره محصلین د نړۍ په کچه د امریکا په بیلابیلو پوهنتونونو کې مني چې په تیرو څو کلنو کې افغانستان لپاره د کدرونو په جوړولو کې ګټور پروګرام بلل شوی دی.

د فولبرات تحصلي بورسونو لپاره د نوم لیکنۍ لړۍ همدا اوس پیل شوې او د دوه زره او شپاړسم کال د مارچ تر شلمې پورې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG