د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې نوي ددفاع وزیر افغانستان ته د یو دام خطاب وکړ


Newly named Defense Minister Alain Juppe arrives during the handover ceremony with France's outgoing Defense Minister Herve Morin, unseen, in Paris, 15 Nov 2010
Newly named Defense Minister Alain Juppe arrives during the handover ceremony with France's outgoing Defense Minister Herve Morin, unseen, in Paris, 15 Nov 2010

دفرانسې نوي دفاع وزېر نن خبرداری ورکړ چې افغانستان دهغه په وېنا د خارجی قواو او متحدېنو لپاره د ېوه دام او تلک مثال لری.

دفرانسې د دفاع وزېر الن ژوپ نن داروپا ېو رادېو سره په مرکه کی ووېل چې فرانسه غواړی دافغانستان نه دخپلو عسکرو په راوېستلو باندی شروع وکړی او په پرتگال کی به دناتو دمشرانو دغونډی پر وخت افغانستان په پراخه پېمانه د لوېدېزو قدرتونو د قواو درواېستلو په مسله هم سره خبری وکړی.

خو ښاغلي ژوپ په دې باندی ټېنگار وکړ چې فرانسه به دافغانستان دهېڅ ېوه سېمی نه خپل عسکر ت رهغې پوری راونه باسی ترڅو دافغانستان حکومت ېې دامنېت ساتلو لپاره چمتو نه وی . په پرتگال کی غونډه دنوامبر په ١٩ کېږی.

دددی نه مخکی په افغانستان کی دناتو لوړ رتبه مماور مارک سېډوېل اعلان کړی ؤ چې دکال ٢٠١۴ مېلادي نه وروسته به هم دناټو تړون په افغانستان کې ښایي ځېني محاربوي عملېات سرته ورسوي. ټاکل شوې ده چې د ٢٠١۴ تر پای پورې به ناټو دامنیت ساتلو مسوولیت افغاني قواو ته ور وسپاري.

مارک سېډویل نن په کابل کې ووېل چې افغاني قواو ته به دامنېت دساتلو او سپارلو وظیفه شاید د کال ٢٠١٥ مېلادي پورې او هم کېدای شي چې ددغې نېټې د پوره کېدلو نه وروسته هم دوام وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وایي خارجي قواوې باېد د ٢٠١۴ کال پورې افغاني قواو ته د امنېت دساتلو کار ور وسپاري خو مارک سېډویل وایي دغه نېټه اصلاً دناټو په اوسني ماموریت کې د بدلون د راوستلو پړاودی. د پوځي ماموریت د ختمېدلو پای نه دی.

د مارک سېډوېل ددې تبصرې نه داسي معلومېږي، که څه هم چې امرېکا او دناټو انډېوالان ېې په افغانستان کې د خپلو عسکرو دکمولو پلانونه جوړوي، مگر د ٢٠١۴ کال نه وررسته به هم د راتلونکو څو نورو کلونو پورې په افغانستان کې دناټو خپل پوځي ماموریت دوام لري.

مارک سېډوېل داتبصره په داسې وخت کې وکړه چې کابل او واشنگټن کوښښ کوي خپل هغه اختلافات سطحیي وگڼی چې دطالبانو پر خلاف ېې د جنگ په وخت کې دناټو دقواو دتکتېکونو په وجه راپېدا شوي دي.

له بلې خوا پرون د امرېکا د دفاغ وزېر رابرټ گېټس، په دې اړه د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي تازه ا انتقادونه رد کړل او ویې وېل چې دغه ډول گیلې یواځي له دې کبله را پورته شوې چې په افغانستان کې د اوږدې مودې جگړې هغوی ناهیلې کړي دي.

XS
SM
MD
LG