د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني ولسمشر افغانستان ته رسیدلی


د جرمني ولسمشر افغانستان ته رسیدلی
د جرمني ولسمشر افغانستان ته رسیدلی

د جرمني ولسمشر چې د سفر اعلان یې مخکي نه و شوی، افغانستان ته تللی دی چې د جمهورریس کرزي سره وگوري.

کرستیان ولف د یکشنبې په ورځ کابل ته ورسیدی. ښاغلي ولف وویل جرمني به د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو نه وروسته هم چې د دوه زره او څوارلسم کال په پای کی به ووځي، د افغانستان یو دوست او انډیوال هیواد وي.

ټاکل شویده چې ولسمشر ولف، د ولسمشر کرزی سره وگوري چې د افغانستان په باب په بن کې د کنفرانس دپاره تیاری ونیسي. دغه کنفرانس د دسمبر په میاشت کې جوړیږي.

همدغه رازټاکل شویده چې د جرمني ولسمشر د افغانستان د بشري حقوقو د ډلو سره هم وگوري.

د جرمنی قریب پنځه زره عسکر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په ماموریت کې فعالیت کوي.

ښاغلی ولف په ۴۴ کلونو کې د جرمني دویم ولسمشر دی چې افغانستان ته سفر کوي.

د یوه بل خبر له مخې د افغانستان امنیتي ځواکونو، درې حمله کوونکي چه درنې وسلې ورسره وې، او کوښښ یی کاوه چې د پکتیا په ولایت کې په حکومتي ودانۍ حمله وکړي، ویشتلي او وژلي دي.

افغان مامورین وایي دوي بم چوونکی وو چې د چاودونکو موادو ډک موټر سره کې سیمې ته ورسیدل او هڅه یی کوله چې په گردیز کې یوې ملکي حکومتي ودانۍ ته ننوځي.

پولیسو ، دغه درې واړه حمله کوونکَي په ډزو کې ووژل، د والي نطاق وایی یو ملکي مامور په ډزو کې مړ شو. د حمله کوونکو موټر د ټوپکو په ډزو کې ولگیده او اور یې واخیست.

د امریکا او ناټو ځواکونو، د افغانستان په ختیځې برخې کې د دې دپاره یولړ عملیات پیل کړیدي چې د پاکستان سره د سرحد په غاړه کې د یاغیانو سنگرونه تباه کړي.

XS
SM
MD
LG