د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د روسي هیلیکوپترو اخیستل تحریمونو ځنډولي


ټاکل شوی وه چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان هوایي ځواک ته له روسیې څخه هیلیکوپترې واخلي.
ټاکل شوی وه چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان هوایي ځواک ته له روسیې څخه هیلیکوپترې واخلي.

د اوکراین د تیر کال بحران او پر مسکو باندې د واشنگټن له بندیزونو وروسته د لویدیځ او روسیې ترمنځ د کړکیچ د رامنځ ته کیدو په پایله کې افغان ځواکونو ته د روسي تجهیزاتو د اخیستلو او انتقالاتو لړۍ وځنډیده.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي دي چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه هوایي قوې ته سخته اړتیا لري، خو روسي تجهیزات چې د امریکا متحده ایالاتو یې په پرنسیپ له اخیستلو سره موافقه کړې وه پر روسیې باندې د امریکا د کانگرس له لورې د لگیدلو بندیزونو په وجه نه شي تر لاسه کیدای.

دغه ستونزې په څرگنده توگه کابل دې ته اړ کړ چې له نوي ډهلي څخه مرسته وغواړي او تمه ده چې ژر به هند څلور جنگي هیلیکوپترې افغانستان ته تسلیم کړي.

د افغانستان جمهور رئیس د جرمني د شپیگل مجلې سره په مرکه همداشان ویلي دي چې د هیوادونو او ترهگرۍ ترمنځ په جگړه کې دولتونه خورا ورو عمل کوي او ترهگر خورا چټک. هغه وایي چې استخباراتي معلومات باید د سیمې له پولو اخوا پراخ کړای شي او نړیوال شي.

د امریکا متحده ایالات او د ناتو متحدینو یې تر ٢٠١٧ کال پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او تمویل ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې دي چې تیره ورځ په کابل کې د هند سفیر وویل چې هیواد یې تیار دی چې د کابل سره د افغان ځواکونو دبېړنیو اړتیاو په اړه مرسته وکړي.

ښاغلي غني وایي د هغو ترهگرو زیاته برخه چې افغانستان ته راغلي د چین، روسیې، ازبکستان، قزاقستان، سودي عربستان، پاکستان او یا د شمالي افریقا څخه دي. د هغه په اند دوی له خپلو هیوادونو ایستل شوي او دا سیمه اوس د دوی د جگړې میدان دی. ښاغلي غني وایي د ترهگرو فعالیت په جنایي اقتصاد لکه د انسانانو او مخدره توکو قاچاق پورې تړلی دی.

افغان مقاماتو تل په افغانستان کې د بهرنیو ترهگرو د شتون په اړه خبر ورکړی دی او په یو تازه مورد کې ویل شوي دي چې حتی پاکستاني منصبدارو په کندز کې د طالب جنگیالیو سوق او اداره کوله.

خو پاکستاني مقاماتو په وار وار د افغانستان په جگړه کې لاس وهنه په جدي توگه رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG