د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې د عالي شورا مشر سید احمد ګیلاني مړ شو


ښاغلی ګیلاني د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر و
ښاغلی ګیلاني د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر و

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر سید احمد ګیلاني په کابل کې مړ شو.

راپورونه وايي چې هغه د شنبې په ماښام د کابل د ملي امنیت په روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړې ده.

پير سید احمد ګیلاني تېرکال د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر وټاکل شو.

پیر سید احمد ګیلاني د ملي محاذ په نامه د یو ګوند مشر هم و. ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي ګیلاني په مړینې خواشينې ښودلې ده.

د ارګ په یوې اعلامیې کې په افغانستان د سولې د راوستلو لپاره د ښاغلي ګیلانې هلې ځلې ستایل شوي دی.

د سولي د عالي شورا د مشر په توګه د هغه په وخت افغان حکومت د حزب اسلامي سره د سولې تړون هم وکړ.

XS
SM
MD
LG