د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال کړکیچ ډلې غني او عبدالله په قومپالنې تورن کړل، ارګ څه وايي


راپور وايي غني پښتانه او عبدالله تاجګان په لوړو دندو ګماري
راپور وايي غني پښتانه او عبدالله تاجګان په لوړو دندو ګماري

د نړیوال کړکیچ ډله وايي د افغانستان راتلونکی سیاسي ثبات په غني او عبدالله پورې ارتباط لري.

د نړیوال کړکیچ ډلې د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د واک پر سر د افغانستان د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ اختلافات د دې هیواد کمزوری امنیت او اقتصادي پرمختګ له خطر سره مخامخ کوي.

د نړیوال کړکیچ ډله په خپل تازه راپور کې وايي د افغانستان د ملي وحدت حکومت اینده او د افغانستان سیاسي ثبات "متزلزل" دي. خو د ولسمشر غني د ویاند مرستیال وویل چې دا راپور د وهمونو په اساس جوړ شوی دی.

د نړیوال کړکیچ ډله چې مقر یې د بلجیم په بروکسل کې دی وايي د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافونه د هغه توافق په مادو کې د ابهاماتو له کبله دي چې غني او عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د مخکني وزیر جان کیري په منځګړتوب لاسلیک کړ.

د ارګ غبرګون

ددې رپوټ په غبرگون کې د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د امریکا غږ اشنا ته وویل چې دا رپوټ تر ډیره په وهمونو ولاړ دی.

ښاغلي مینه پال وویل "مونږ د بحران د نړیوالې ادارې رپوټ لوستلی دی، هغه اندیښنې چې دوی لري دا گزارش تر ډیره په وهمونو باندې ولاړ دی".

د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ هیڅ ډول اختلافات نشته او یواځې د لرلید بیلوالی دی او دا په دموکراتیکو اصولو کې یو طبیعي امر دی".

د دغه توافق د دواړو خواو ترمنځ انتخاباتي جنجال ختم کړ خو اوس هر اړخ دا توافق جلا تعبیر او تفسیر وي چې همدغه کار ستونزه پیدا کړې ده.

د نړیوال کړکیچ ډله وایي چې ښاغلی عبدالله په دې باور دی چې د توافق له مخې په حکومت کې مساوي ونډه لري. خو جمهور رئیس غني ټینگار کوي چې وروستي واک لکه په اساسي قانون کې چې تعریف شوي، د جمهوري ریاست په اختیار کې دی.

د متحدینو ګمارنه

رپوټ وایي چې د ملي وحدت د حکومت مشران په عمده ملکي او پوځي څوکیو باندې خپل متحدین ټاکي او دغه ټاکنې تر ډیره "د قومیت په بنسټ" کیږي. په رپوټ کې په مشخصه توگه ادعا شوې چې ښاغلی غني د پښتون قوم او ښاغلی عبدالله د تاجک قوم اشخاص په عمده حکومتي څوکیو گماري.

رپوټ وايي "د څنګ ته کړل شویو اقلیتونو او په ځانگړې توگه د هزاره گانو او ازبکانو ترمنځ توپیر د هغوی سره د مشورې د نه کولو په وجه زیات شوی دی".

د اساسي قانون د تعدیل لپاره د اساسي قانون د لویې جرگې جوړیدل او د صدارت د څوکۍ رامنځ ته کول د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د توافق یوه عمده ماده وه، چې ددې رپوټ له مخې تر اوسه په دې هکله ډیر څه نه دي شوي.

په رپوټ کې راغلي چې ښايي غني او عبدالله د مخکني ولسمشر حامد کرزي هغه وړاندیز ونه مني چې وایي مخکې له وخته انتخابات او یا لویه جرگه جوړه شي.

د عبدالله اختلافات

رپوټ وايي چې عبدالله ددې ترڅنگ چې د ښاغلي غني سره اختلافونه لري د خپل قدرت په مرکز کې د جمعیت اسلامي په گوند کې هم له اختلافونو سره مخامخ دی، ځکه چې د بلخ والي عطا محمد نور د ملي وحدت د حکومت د نسبتا مساوی جوړښت په اړه د هغه له کړنو نه راضي نه دی.

په رپوټ کې نړیوالې مرستې د اورپکو پر ضد مبارزه کې مهمې گڼل شوي، خو ټینگار شوی چې د افغانستان ثبات د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله پورې مربوط دی چې خپلو اختلافونو ته شا کړي او د یو بل سره په همکارۍ د امنیتي، اقتصادي او بشري ستونزو په وړاندې چې هیواد ورسره مخ دی مبارزه وکړي.

د نړیوال کړکیچ د ډلې د رپوټ په اعلامیه کې راغلي دي چې که دغه اختلافونه همداسې پاته وي داخلي ستونزو او نا امنیو خطر نور هم زیاتوي.

راپور وايي له دغه حالت نه د وتلو یواځېنۍ لار د جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله تر مشرۍ لاندې د ملي وحدت د حکومت د دوو ټیمونو گډ کار کول دي.

XS
SM
MD
LG