د لاس رسي وړ اتصالات

په نیمروز او خوست کې ۲۵۱ نجونې روغتون ته انتقال شوې


د نیمروز د ښونې رئیس عبدالواحد حکمت د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د شهیدې ګل مګۍ او استقلال د ښونځيو ۲۰۰ زده کوونکې ټولګیو ته له ننوتلو سره سم مسمومې شوې. زده کوونکې د نهو کلونو او ۱۳ کلونو ترمنځ عمرونه لري، چې له پېښې سملاسې وروسته روغتون ته انتقال کړل شوي او اوس ښه دي.

ښاغلی حکمت وايي پر دغو نجونو ساه لنډۍ ولګېدله، کمزورې شوې او زړونه یې بدېدل، چې شاید هم تر ډېره د ډار او ویرې له کبله وي. د معارف چارواکي وايي د پېښې اصلي علت معلوم نه دی او پولیسو پلټنې پيل کړي دي.

خو د روغتون ډاکټران وايي چې نجونو ګاز تنفس کړي او مسمومې شوي دي. دا په یوې اونۍ کې دویم ځل دی، چې په نیمروز کې زده کوونکې مسمومې کیږي.

اخوا، د خوست ولایت د متون ولسوالۍ د زرغونې انا د ښونځي ۳۱ نجونې هم مسمومې شوې دي. د خوست د معارف رئیس بخت نوربختیار امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د پېښې علت معلوم نه دی، خو مسمومې شوې زده کوونکې اوس ښه دي.

د خوست د ملکي رغتون د ساري نارغیو د برخې مشر ډاکټر ګل احمد شاه وايي، چې ښونځی یې لیدلی خو داسې کوم ثبوت یې نه دی موندلی چې وښيي پېښه دې قصدي شوې وي، هغه زیاته کړه چې د ښونځي د څښاک اوبو او نورو شیانو بیلګې یې اخیستي چې په لابراتوار کې یې معاینه کړي.

XS
SM
MD
LG