د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د مرمرو کانونه لري


د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال متصل کمکي
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال متصل کمکي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې پنځوس فیصده د مرمرو ډبرې د ایستلو وروسته له افغانستان نه ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق کیږي چې د پروسس وروسته بیرته د افغان سوداګرو لخوا افغانستان ته راوړل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال متصل کمکي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د مرمرو د ډبرو د سکټور د ودې او پرمختګ په هکله یو جوړ شوي کنفرانس برخوالو ته په وینا کې وویل چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د مرمرو ډبرو ته تقاضا ډیره زیاته ده او په دغه سکټور کې شوې پانګونه که څه هم د پام وړ ده ، خو موجودو فرصتونو ته په پاملرنې ډیره کمه ده.

ښاغلي کمکي وویل" د ایسا د ادارې د شمیرونو له مخې تراوسه د مرمرو د ایستلو په سکټور کې تر درې نیم سوو میلونو ډالرو پورې پانګونه شوې ده چې په دغه سکټور کې د یوملیارد ډالرو پانګونې ګنجایش شته دی".

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د مرمرو د ایستلو او پروسس لپاره کوچنۍ فابریکې جوړې شوې دي چې ډیرې یې د هرات او د ننګرهار په ولایتونو کې فعالت لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د معلوماتو له مخې په اوس وخت کې د مرمرو له ذخیرو نه هرکال د یوسل او څلورویشت زرو نه تر یوسل پنځه پنځوس زرو ټنو پورې مرمر تولید کیږي چې نیمایې یې ددغه هیواد دوو ګاونډیو پاکستان او ایران ته قاچاق کیږي.

ښاغلی کمکي وایي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د یو لړ هڅو له امله ترکمنستان چې پخوا به یې د ایټالیا نه سپین مرمر خپلو نهو ښارګوټو ته واردول ، پریکړه کړې چې نور سپین مرمر په خپل ګاونډ کې د هرات د چشت شریف مرمر وارد کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال وایي "په افغانستان کې د مرمرو د ډبرو ارزښت دوسوه میلیاردو ډالړو ته رسیږي ، که چیرې د افغانستان بودیجه وکتل شي نو اته میلیارده ډالرو ته رسیږي چې دا په دې معنی دی چې که یوازې مرمرو سکټور ته وده ورکړل شي د افغانستان د دوویشتو کالو بودیجه برابرولی شي".

په اوس وخت کې افغان پانګوال چې د مرمرو په سکټور کې یې پانګونه کړې د افغانستان د نورو صناعتي سکټورونو په څیر د فابریکو لپاره د ځمکې ، اوبو اود برښنا له نه شتون نه شکایت کوي او وایي چې ناامني او د ټراسپورټي مصرف زیاتوالی هم ددې سبب شودی دی چې په دغه هیواد کې د مرمرو د پروسس کار مصارف پورته یوسی.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت د کوچنیو او منځینو متشبثاتو د تنظیم رئیس احمد ضیا سیدخیلي وایي چې حکومت دغه ستونزه درک کړې او د حل لپاره یې اقدامات هم کړي دي .

ښاغلی سیدخیلي وایي " د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او نورمربوط ارګانونه دا وطیفه لري چې دغو ستونزو ته د حل لاره ولټوي او د تولید وروسته د مرمرو تولیداتو ته د بازار په موندلو کې پانګوالو سره مرسته وکړي".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې په افغانستان کې د مرمرو شپیته لوی ذخیرې شته چې ټوله اندازه یې نهه میلیاردو ټنو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG