د لاس رسي وړ اتصالات

تنباکو هر کال شپږ میلیونه انسانان وژني


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د کابل څه باندې ۳۵ په سلو کې ښاریان تنباکو او د تنباکو نه جوړ نور مخدرات استعمالوي. په تنباکو اخته کسان ۱۵ کلن او تر هغه زیات عمرونه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې تنباکو په نړۍ کې په هرو شپږو ثانیو کې یو انسان او په هر کال کې شپږ میلیونه انسانان وژني، چې شاید تر ۲۰۳۰ کال پورې دا شمېره په کال کې اته میلیونه شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په ځوانانو کې د قیلون یا شېشې څښل هم زیات شوي، چې دا تر سګرټو ډېر زیان اړونکي دي.

وژونکې نشه

د تنباکو زیانونه

د تنباکو زیانونه

تنباکو خپل نیم استعمال کوونکي انسانان وژني

تنباکو په هرو شپږو ثانیو کې یو او په هر کال کې شپږ میلیونه انسانان وژني

په نړۍ کې تر ۸۰ فیصده زیات سګرټ په بې وزله هېوادونو کې څکول کیږي

تنباکو ۲۵۰ زهرجن مواد لري

په عامه ځایونو کې د تنباکو استعمال بې شمېره ماشومان رنځوروي

د سګرټو لوګي هر کال په نړۍ کې ۶۰۰میلیونه انسانان وژني، چې ۲۸ فیصده یې ماشومان دي

هغه کسان، چې تنباکو او د تنباکو نه جوړ نور نشه یي مواد استعمالوي، تر نورو انسانانو ډېر د سرطان، زړه او سږو، د وینې فشار، شکر او په نورو ناروغیو اخته کیږي.

څېړنو ښودلې چې، ۴۲ په سلو کې تنفسي ناروغۍ او لس په سلو کې د زړه د والونو د بندېدو ستونزې د تنباکو له استعمال نه پېدا کیږي.

د نیکوتین استعمال- په تنباکو کې ګډ زهر- انسانانو ته د لږ وخت لپاره خوښي بخښي، خو څېړنه وايي چې په نیکوتین اخته کېدل تر شرابو هم خطرناکه دي.

تر ۸۰فیصده زیات تنباکو په بې وزلو هېوادونو کې استعمالیږي، خو په پرمختللیو هېوادونو کې بیا د تنباکو استعمال کم دی، دا ځکه چې بې وزله هېوادونه پر تنباکو مالیه کمه اېښودل کیږي او په بازار کې هم ارزانه پیدا کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تنباکو ضد قانون توشیح کړی، چې د تنباکو استعمال کم او په رسنیو کې به یې اعلانونه هم محدود او منع کړل شي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په دغه قانون کې دولتي او نا دولتي ادارې، روغتونونه، هوټلونه او رستورانتونه او نور عامه ځایونه کې د سګرټ څګول منع کړي.

XS
SM
MD
LG