د لاس رسي وړ اتصالات

شاوخوا ۴۰۰۰ زره افغان ماشومان په زړه سوري دي


په افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنه وايي دا مهال د ۴۰۰۰ ماشومانو زړونه سوري دي چې بېړنۍ درملنه غواړي.
په افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنه وايي دا مهال د ۴۰۰۰ ماشومانو زړونه سوري دي چې بېړنۍ درملنه غواړي.

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وايي دا مهال په هېواد کې ۴زره ماشومان له دوی سره ثبت شوي چې په زړه سوري دي او درملنې ته اړتیا لري.

د دغې ټولنې مشرې فاطمه ګیلاني په کابل کې وویل د دغو ماشومانو په ډلې کې ۱۶۰۰ عاجلې او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

د سرې میاشتې ټولنې له دغو ماشومانو سره د مرستې د جلبولو لپاره همدغه اونۍ د ایثار په نامه ونوموله او له خلکو یې وغوښت چې د دغو ماشومانو د درملنې لپاره مرسته وکړي.

مېرمن فاطمي وویل "موږ هوډ کړی چې هغه پطسې چې په روانې اونۍ کې به راټولې شي یوازط او یوازې یې د دغو ماشومانو د درملنې لپاره وکاروو ،زه وینم چې د یوی اونې په ترڅ کې موږ د پېسو د نشتوالي له کبله ونشو کړی هغه ماشومان چې پاسپورټونه او ویزې یې تیارې دي بهر ته یې د تداوۍ لپاره واستوو او اووه تنه دغسې ماشومان مړه شول . "

د یو ماشوم پلار چې زوی یې په زړه سوری دی پر خلکو غږ وکړ چې د دا ډول کورنیو سره دې مرسته وکړي"زه د افغانانو نه یو کومک غواړم ځکه بې پیسو یم او زوی مې ناروغ دي. "

د دغو ماشومانو د علاج لپاره د پېسو د مرستې یوه آسانه لار د ګرځنده تیلفونونو له لارې د لاترۍ ټکټونو اخیستل دي، هغوی چې دغه ټکټ اخلي پېسې یې د سرې میاشتې بودیجې ته ځي.

په دغو ټکټونو کې له یوه میلیونه افغانیو نیولې تر لاندې کچې پورې جایزې هم ورکول کیږي چې د سرې میاشتې د ټولنې د چارواکو په خبره د جایزې ورکول، ټکټونو اخیستلو ته د خلکو هڅول دي.

د افغانستان سري میاشتې وايي حکومت په زړه د سوري ماشومانو د درملنې لپاره تر دې دمه شاوخوا دوه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

خو د ټولنې مشره وايي چې هر کال د ۱۰۰۰ ماشومانو د درملنې لپاره درې ملیونه ډالرو ته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG