د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو الوتکه راغورځیدلې


ناتو وایی چی د افغانستان په جنوب کی د یوه هیلوکوپټر په غورځیدو کی د نړیوالو قواوو څلور عسکر وژل شوي دي.

د ناتو په یوه خبرلیک کی راغلی چی په دی پیښه کی دښمن لاس نه درلود.

په دی وژل شوو عسکرو کی درۍ یی استرالیایی او څلورم یی امریکایی عسکر ؤ.

د اسوشیتد پرس خبری آژانس وایی چی په دی پیښه کی اوه استرلیایان زخمی شوی دی.

برتانیی د دوشنبی په ورځ اعلان وکړ چی د افغانستان په نهه کلنه جگړه کی د هغوی د وژل شوو عسکرو شمیر ٣٠٠ ته ورسید.

د برتانیی د پوځ یو عسکر د هلمند په ولایت کی د جون په دولسمه نیټه په یوه چاودنه کی زخمی شوی ؤ او پرون د لندن په یوه روغتون کی مړ شؤ.

د یوه بل خبر له مخی ناتو وایی چی د افغانستان په جنوب کی د بم په دوو جلا چاودنو کی د نړیوالو قواوو دوه عسکر ووژل شول خو ناتو د دی عسکرو هویت برالا نه کړ.

XS
SM
MD
LG