د لاس رسي وړ اتصالات

فریده مومند: بیکاري او ناامني د ځوانانو د تېښتې لاملونه دي


د لوړو زده کړو وزیره وایي له دې وروسته به د بازار د اړتیاو مطابق، زده کوونکي په بېلابیلو څانگو کې زده کړې وکړي.
د لوړو زده کړو وزیره وایي له دې وروسته به د بازار د اړتیاو مطابق، زده کوونکي په بېلابیلو څانگو کې زده کړې وکړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیره فریده مومند د آشنا تلویزیون سره په ځانگړې مرکه کې د نورو مسلو ترڅنگ د تحصیلي بورسونو د ویش او د آزموینې د شفافیت مسلې ته اشاره وکړه او وویل چې دا ستونزه پخوا هم موجوده وه او اوس غواړي چې دې مسلې ته جدي پاملرنه وشي.

آغلې مومند وایي د تحصیلي بورسونو د ویش او آزموینې مسلې خلک هم اندیښمن کړي دي. هغه وایي "په دې هکله یې یو لړ هڅې کړي دي او له دې وروسته به د بورسونو آزموینه په آنلاین توگه اخیستل کیږي چې څوک په کې لاسوهنه ونه شي کړای."

د لوړو زده کړو وزیره وایي یو له ستونزو څخه داده چې ځنې تحصیلي بورسونه په مستقیمه د سفارتونو له خوا توزیع کیږي چې وروسته له دې به یې مخه ونیول شي.

آغلې مومندې له هیواد نه د تحصیل کرده ځوانانو د وتلو په اړه اندیښنه څرگنده کړه او ویې ویل چې بیکاري او ناامني ددې کار عمده لاملونه دي.

اغلې مومند وویل چې له دې وروسته به د بازار د اړتیاو مطابق، زده کوونکي په بېلابیلو څانگو کې زده کړې وکړي.

د آشنا تلویزیون له خبریالې سره د فریدې مومند مرکه دلته کتلای او اوریدلای شئ:

د لوړو زده کړو له وزیرې فریده مومند سره د آشنا تلویزیون ځانگړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

XS
SM
MD
LG