د لاس رسي وړ اتصالات

ډهلي ته د غني سفر؛ له افغان پوځ سره د هند مرسته


افغان مقامات به له هندي چارواکو سره د اقتصادي همکاریو سربیره پر بیلابیلو موضوع ګانو خبرې وکړي.

افغان مقامات به له هندي چارواکو سره د اقتصادي همکاریو سربیره پر بیلابیلو موضوع ګانو خبرې وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس، محمد اشرف غني په پام کې لري چې راتلونکې اونۍ هند ته سفر وکړي.

جمهور رئیس غني په داسې حال کې هند ته ځي چې کابل او نوی ډهلي په بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه په امنیتي سکټور کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي دي.

د کابل وروستیو حملو او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو بریدونو ته په کتو د افغانستان امنیتی وضعیت کرار نه ښکاري.

د ارګ یو ویاند، دواخان مینه پال امریکا غږ سره په مرکې کې هند ته د جمهور رئیس غني په مشرۍ د افغان پلاوي سفر تائید کړ.

هغه وویل چې افغان مقامات به له هندي چارواکو سره د اقتصادي همکاریو سربیره پر بیلابیلو موضوع ګانو خبرې اترې وکړي.

که څه هم چې یادې سرچینې د پوځي مرستو په اړه څه ندي ويلي خو پدې وروستیو ورځو کې د افغان پوځ لوي درستیز په نوي ډهلي کې د امنیتي همکاریو پر سر له هندي مقاماتو سره لیده کاته کړي دي.

بلخوا تیره میاشت هندي رسنیو د ملي امنیت په چارو کې د جمهور رئیس غني د سلاکار، محمد حنیف اتمر په حواله خبر ورکړ چې افغانستان د هند د پوځي مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

د هند او افغانستان ترمنځ د پوځي همکاریو په اړه د خبرونو تر خپریدو وروسته طالبانو په یوه خبرپاڼه کې افغان حکومت سره د هند پوځې مرسته له افغانانو سره دښمني بللې ده.

هندي مقاماتو د خپل نوم د نه اخېستو په شرط ويلي چې نوی ډهلي له کابل سره د خپلو پوځې مرستو پراخولو ته لیواله دی.

له بلې خوا په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان، هند او متحده ایالتونو ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کري هند ته د خپل سفر پر مهال وویل چې یاده غونډه به راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو د عمومې اسامبلې په څنډه کې په نیویارک کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG