د لاس رسي وړ اتصالات

ابدالي: هند کې افغانانو ته روغتیايي اسانتېاوې برابرو


هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي
هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي

د راپورونو له قراره هغه افغانان چې د علاج معالجې او درملنې دپاره هند ته ځي یا د مريضان وړي ،هغو هلته د یو لړ ستونزو سره مخ کیږي. دغه افغانان چې شمیر ېې د کال زرهاو ته رسیږي،د هند په مختلفو ښارونو کې د محلي عملې، هلته د ځینو افغان ترجمانانو او نورو مامورینو د ناسمه چلند او نورو نابلدتیاو له کبله د ستونزو سره مخ کیږي.

موږ د دغو افغانانو د ستونزو د حل، د ایند ناوړه پیښو د مخنیوي او د یو منظم پلان له مخې افغانانو ته د روغتیايي اسانتیاو د ورکړې په اړه په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفیر ښاغلي شېدا محمد ابدالي سره مرکه کړیده.

ښاغلی ابدالي وايي چې دوي هند ته د درملنې دپاره ورغلو افغانانو د مسلو نه پوره خبر دي او د امکان تر وسه ورته ځان هم رسوي. هغه وايي چې دې دپاره چې دا ستونزې د تل دپاره ختمې او افغانان په پوره سهولت سره علاج وکړي. دوي په مختلفو امکاناتو کار پیل کړیدی.

ښاغلی ابدالي دا هم وویل چې موږ د افغانستان دننه د شفاخانو د ظرفیت د لوړولو دپاره هم کار کوو،دې لړ کې مو دریو کالو نه کار پیل کړیدی. د هندي شفاخانو سره جلا جلا میکانیزمونو لاس لیکوو ،ترڅو هند او افغانستان دواړو کې افغانانو ته طبي سهولتونه میسر شي. افغان ډاکټران ورزول شي او د هند په سېر طبي امکانات افغانستان کې هم برابر شي، ترڅو افغانان د سفر او پردي وطن د ستونزو نه په امان شي.ښاغلې ابدالي وايي چې دوي به افغانانو ته مشخص روغتونو په نښه کوي،ترجمانان به ورته مشخص کوي ترڅو د هر ډول چل او فریب او مالي او صحي تاوان نه وژغورل شي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:49 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG