د لاس رسي وړ اتصالات

۱۲۰ افغان کډوال په اندونیزیا کې د ډوبیدونه ژغورل شوي


د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ریپوټ ورکوي چې اندونیزیايي چارواکو ۱۲۰ تنه افغان کډوال چې د آسټرالیا پر خوا روان وو، د ډوبیدو نه ژغورلي دي. چاروکي وايي چې بیړۍ سورۍ سوې وه او د یکشنبې په ورځ د ژغورنې او پلټنې ملي ادارې ته د بیړۍ د کپټان له خوا زنګ ووهل شو چې دوي د ډوبیدو د ستونزې سره مخامخ دي. نوموړي چارواکي وویل چې سمدستي د ژغورنې کارکوني سیمې ته ورغلل چې د بیړۍ سپرلۍ وژغوري.

په بیړۍ کې سپاره افغانان په یوه ټانکر کې سپاره کړل شول او د اندونیزیا د جاوا د ټاپو پر خو یووړل شول.

عیني شاهدانو نن د دوشنبې په ورځ وویل چې پولیسو د کډوالو سره په خبرو اخته وو ځکه ځینو یې نه غوښتل چې د ټانکر څخه دباندي راووځي.

چارواکي وايي چې دوي به د کډوالو د چارو افسرانو ته وسپارل شي. بې اسناده کډوال معمولاْ بیرته خپلو هیوادونو ته ډیپورټ یا ستانه کېږي خو ځیني یې ښايي سیاسي پناه ته درخواست ورکړي.

د جنګ ځپلو هیوادونو اتباوې د ډير پخوا نه د اندونیزیا د ټاپوګانو نه کار اخلي چې ځانونه آسټرالیا ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG