د لاس رسي وړ اتصالات

نبي:د هند سره د لوبې لپاره پوره چمتوالی لرو


د هند او افغانستان د کرکټ د لوبډلو لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه پروسږکال په بنګلادیش کې شوې
د هند او افغانستان د کرکټ د لوبډلو لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه پروسږکال په بنګلادیش کې شوې

د افغانستان او هند د کرکټ د لوبډلو تر منځ لوبه د افغانستان په وخت د سهار په اوه نیمو بجو پیل کیږي. دا په اسټرالیا کې د 2015 کال د کرکټ د نړیوال جام د لوبو لپاره د افغانستان لومړنۍ تمریناتي لوبه ده.

د افغانستان لوبډله خپله بله تمریناتي لوبه د عربي متحده اماراتو د لوبډلې سره لري چې د اسټرالیا د ملبورن په ښار کې د همدې روانې میاشتې په دیارلسمې نیټې کیږي.

تر دې وړاندې د افغانستان لوبډلې د اسټرالیا د ایډیلیډ په ښار کې د کرکټ د سیمه ایزو کلبونو سره هم دوه لوبې وکړلې چې دواړه یې وګټلې.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دا دواړه لوبې په نړیوالو تلویزونونو ښودل کیږي. افغانستان د هند د لوبډلې سره یوازې یوه نړیواله پنځوس اوریزه لوبه کړیده چې پروسږکال د مارچ په میاشت کې په بنګلادیش کې وه. دا لوبه هند ګټلې وه.

د لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل ویلي دي چې د هند سره د دې لوبې لپاره پوره چمتوالی لري. نبي وایي " مونږ د دې لوبې لپاره د څو میاشتو راپدیخوا چمتوالی نیولی، او هیله لرو چې هند ته به ماتې ورکړو او د دې لوبې په ترسره کولو سره به د نړیوال جام په سیالیو کې د خپلې لومړنۍ لوبې لپاره نور هم چمتو شو. "

افغانستان د 2015 کال د نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د بنګلادیش د لوبډلې سره لري چې د همدې روانې میاشتې په اتلسمې نیټې ترسره کیږي. دا به دویم ځل وي چې افغان لوبډله د بنګلادیش د لوبډلې سره د پنځوسو اورنو په نړیوالې لوبې کې مخامخ کیږي.

افغانستان د آسیا جام په نړیوالو سیالیو کې بنګلادیش ته پخپل کور کې ماتې ورکړیده او همدا دلیل دی چې د دې لوبډلې سره سیالي به ورته ډیره ګرانه نه وي.

خو د افغان لوبډلې کپتان ښاغلی نبي وایي چې " د بنګلادیش او اسټرالیا میدانونه او هوا زیات توپیر لري. " نبي زیاتوي چېد توپ اچونې په برخې کې د دولت ځدران، حمید حسن او شاپور ځدران په شان د تیزو بالرانو شتون د هغوي د بریا ستر لامل دی او ښایي چې د همدغو بالرانو پر مټ به هغوي د نړۍ ځینې مشهورې لوبډلې ماتې کړي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG