د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د فضله موادو سوځول خلکو ته تاوان رسوي


Archive
Archive
د متحده ایالاتو د فډرالي حکومت مفتشان وایي چې د هلمند ولایت په یوې لیرې پرتې سیمې کې د امریکایي ځواکونو په یوې غټې پوځي اډې کې د فضله ټاکسیکي موادو د سوځولو لپاره د یو عشاریه پنځو میلونو ډالرو په لګښت د څلورو ماشینونو د لګولو باوجود اوس هم هلته پراته امریکایي عسکر په کندو کې فضله مواد سوځوي.

د افغانستان د بیارغونې د چارو دڅارنې لپاره دامریکا دحکومت عمومي مفتش جان سوپکو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې په ښکاره میدان کې د فضله ټاکسیکي موادو سوځول دهغو دیارلس نیم زرو کسانو روغتیا ته تاوان رسوي چی د ،،لیدرنیک،، په نامه پوځي کمپ کې کار کوي.

جان سوپکو وایي چی په دې اړه یې په افغانستان کې دوو لوړ پوړو امریکایي جنرالانو ته لیکونه لېږلي دي او دا خبره یې ورته کړې ده چې په سرخلاصولو کندو کې د فضله کیمیاوي موادو سوځول په اوږدمهاله کې د پوځي اډې د پرسونل روغتیا ته ضرر رسوي چې په کې د سږیو ناروغي، سالنډي او د زړه د شریانونو په شمول دوامدارې ناروغۍ هم شاملې دي.

عمومي مفتش وایي چې که امریکایي عسکر د اخیستل شویو ماشنیونو نه استفاده وکړي نو په ښکاره میدان او کندو کې به د ټاکسیکي موادو سوځولو ته ضرورت پیښ نه شي.
XS
SM
MD
LG